اقتصاد
4 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ د تعرفو د معافیت وروسته آسیایي ونډو په بازارونو کې د ونډو او سرو زرو بیې لوړې شوې
د هانګ کانګ د ونډو په بازارونو کې د ټکنالوژۍ د شرکتونو ونډې د دوه سلنې څخه زیات لوړې شوي دي، په داسې حال کې چې ټوکیو، شانګهای، سیډنی، سیول، سنګاپور، ولینګټن، تایپې او مانیلا هم د ونډو بیې لوړې شوي.
د ټرمپ د تعرفو د معافیت وروسته آسیایي ونډو په بازارونو کې د ونډو  او سرو زرو بیې لوړې  شوې
Asian stocks rise on electronics tariffs exemption, gold hits new high / AP
14 اپریل 2025

اسیا د ونډو په بازارنو کې د ونډو بیې وروسته د هغه لوړې شوې چې د ټرمپ لخوا د الکترونیک توکو په اړه د تعرفو استثناء اعلان شو.، که څه هم ډالر کمزوری شوي او د خوندي پانګې په توګه د سرو زرو ته مخه شوې ځکه چې اوس هم  وېره شتون لري چې کیدای شي دا کار لنډ مهاله وي.

د تیرې اونۍ د بې ثباته بدلونونو وروسته، بازارونه د دوشنبې په ورځ نسبي ثبات ته ورسیدل، وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ خبر ورکړل شو چې سپینې ماڼۍ زیرک تلیفونونه، سیمی کنډکټرونه، کمپیوټرونه او نور الکټرونیک وسایل له سختو "متقابلو" تعرفو څخه معاف کړي.

دغه اعلان د پانګه والو لپاره د خوشبینۍ یوه اړینه څپه راوړه، کوم چې د امریکا د ولسمشر د تعرفې په اړه د پرېکړو او د چین لخوا د متقابلو اقداماتو له امله اندېښمن شوي وو.

د وال سټریټ درې اصلي شاخصونه په ښه توګه لوړ شول. د بله پلوه  د فدرالي ریزرو د یوه لوړپوړي چارواکي اعلان وکړ چې بانک چمتو دی د مالي بازارونو ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

په اسیا کې هم ورته حالت وو، چې د ټیکنالوژۍ شرکتونو مرسته وکړه چې هانګ کانګ له دوه سلنې څخه زیات لوړ شي، په داسې حال کې چې ټوکیو، شانګهای، سیدني، سیول، سنګاپور، ویلینګټن، تایپې او مانیلا ټولو ښه پرمختګ وکړ.

کریس ویسټن د پیپر سټون څخه وویل: " بې ثباته قیمتونه د یوې مودې وروسته، د رڼا وړې وړانګې راڅرګندې شوې . دا وضعیت کولی شي چې د ونډو بازارونو ته مات شوی سکونت بیرته راستون کړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ هڅه وکړه چې خپلې څرګندونې نرمې کړي، ویې ویل چې معافیتونه ناسم تعبیر شوي او په خپل ټروت سوشیل پلیټ فارم کې یې ولیکل چې "هیڅوک له دې معاف نه دي، په ځانګړې توګه چین، چې تر ټولو زیات موږ ته زیان رسوي!"

هغه وویل چې د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې به د سیمی کنډکټر لپاره نوې تعرفه اعلان کړي. د هغه د سوداګرۍ وزیر، هاوارډ لوټنیک، مخکې ویلي وو چې د چیپ تعرفې به په "یوه یا دوه میاشتو" کې پلي شي.

د چین ولسمشر شي جینپینګ د دوشنبې په ورځ وویل چې محافظه کاري "هیڅ ځای ته نه رسېږي" او د سوداګرۍ جګړه به "هیڅ ګټونکی ونه لري"، څو ورځې وروسته له هغې چې بیجینګ د امریکا پر توکو ۱۲۵ سلنه تعرفې ولګولې، او اشاره یې وکړه چې په راتلونکي کې به نور غبرګون ونه ښيي.

واشنګټن د چین پر توکو تعرفې ۱۴۵ سلنې ته لوړې کړې او د سپینې ماڼۍ لخوا د چهارشنبې په ورځ د ۹۰ ورځو لپاره د سختو تعرفو د ځنډولو له اعلان څخه یې چین مستثنی کړی.

د ټرمپ د سوداګرۍ پالیسۍ له امله رامنځته شوې بې باورۍ نه یوازې د ونډو په بازارونو کې ویره زیاته کړې، بلکې د نړۍ د مخکښ اقتصاد په اړه د اندېښنو له امله ډالر هم اغېزمن کړي.

د سرو زرو بیې پورته شوې

د دوشنبې په ورځ ډالر د خپلو اصلي سیالانو پر وړاندې نور هم کمزوری شو، چې یورو درې کلنې لوړې کچې ته ورسېده او سویس فرانک په لسو کلونو کې تر ټولو قوي شوې.

خزانې بانډونه هم د فشار لاندې پاتې دي، ځکه چې وېره شته چې چین او نور هېوادونه ښايي خپلې پراخې زیرمې وپلوري، چې دا به د امریکا د خوندي ځای په توګه د دریځ په اړه پوښتنې راپورته کړي.

او سره زر، چې د کړکېچ په وخت کې د خوندي پانګې په توګه ګڼل کېږي، د دوشنبې په ورځ د ۳,۲۴۵.۷۵ ډالرو نوې لوړې کچې ته ورسېدل، چې د ډالر د کمزورتیا له امله مرسته وشوه.

د دغو اقداماتو د اغېز په اړه اندېښنو د بوسټن فډ مشره، سوزان کولینز، دې ته اړ کړه چې فایننشل ټایمز ته ووایي چې چارواکي به "په بشپړ ډول چمتو وي" چې د مالي بازارونو د ثبات لپاره خپل مختلف وسایل وکاروي که اړتیا پېښه شي.

هغې په یوه جلا مرکه کې یاهو فایننس ته وویل: "څومره چې تعرفې لوړې وي، د ودې د احتمالي کمېدو او د انفلاسیون د زیاتېدو احتمال هم زیاتېږي." هغې زیاته کړه چې تمه لري انفلاسیون به سږ کال "له درې سلنې څخه ډېر" لوړ شي، خو د پام وړ اقتصادي کمښت یې ونه لید.

 

وپلټۍ
په سویس کې په یو بس کې د اورلګیدنې له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښه
د افغانستان او تورکیې د دوستۍ د تړون ۱۰۵ کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
ملګري ملتونه: له پاکستان او ایرانه ۲۷۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي
پاکستان د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د بحران په ترڅ کې 'له کوره کار' او د ښوونځیو د تړلو امر وکړ
د تورکیې او قطر د دفاع وزیرانو د منځني ختیځ د کړکېچ په ترڅ کې پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړې
تورکیه د ایران د جګړې پر مهال د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره د پاټریوټ دفاعي سیسټم چمتو کوي
د ایران سپاه پاسداران: " د جګړې پای به مونږ وټاکو"
پداسې حال کې چې د ټرمپ تناقضات د جګړې ابهام زیاتوي؛ ایران پر خلیج د ډرون بریدونو ته دوام ورکوي
افغان پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، پاکستان اړوند پوځي مرکزونو د په نښه کولو ادعاء کړې ده.
امريکا د ايران په جګړه کې  ۱۱ دانې 'ایم کیو-۹ ریپر' ډوله ډرون الوتکې له لاسه ورکړي دي
امریکا افغانستان د امریکايي وګړو لپاره د یو ناخوندي هیواد په توګه اعلان کړ
تورکیې ته په لاره د ایران لخوا راتوغول شوی بالستیک توغندی په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شو.
روسیې او چین د جګړې پر مهال د ایران له نوي مشر مجتبی خامنه اي نه د ملاتړ ژمنه وکړه
په بلجیم کې د یوې چاودنې له امله کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) زیانمنه شوې. پولیس وایي څوک نه دي ټپیان
پر ایران د جګړې په دوام سره د تېلو بیې په هر بیرل کې له ۱۰۵ ډالرو واوښتې