نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي وویل چې هیواد يي د اروپايي ټولنې د بشپړ غړیتوب په خاطر مذاکراتو ته پوره چمتو دی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د اروپایي اتحادیې د پوره غړیتوب لپاره  د مذاکراتو د ټولو  سرلیکونو د پرانیستلو لپاره چمتو دی، په ځانګړې توګه د اروپایي اتحادیې د شورا د ډنمارک د مشرتابه په دوران کې.
زیلینسکي وویل چې هیواد يي د اروپايي ټولنې د بشپړ غړیتوب په خاطر مذاکراتو ته پوره چمتو دی
/ AP

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د اروپایي اتحادیې د پوره غړیتوب لپاره  د مذاکراتو د ټولو  سرلیکونو د پرانیستلو لپاره چمتو دی، په ځانګړې توګه د اروپایي اتحادیې د شورا د ډنمارک د مشرتابه په دوران کې. هغه د هنګري د ویتو د حل غوښتنه وکړه، کوم چې په ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب د پرمختګ مخه نیسي.

زیلینسکي دغه څرګندونې د روم په ښار کې د اوکراین د بیا رغونې کنفرانس په څنډه کې د اروپایي کمیسیون له مشر اورسولا فون دیر لاین او د اروپایي شورا له مشر انتونیو کوستا سره د لیدنې وروسته وکړې.

هغه وویل: "زه  د دوی څخه د ۲ میلیاردو یورو (۲.۳ میلیارد ډالرو) د نوي ملاتړ کڅوړې له امله  مننه کوم. د اوکراین د بیا رغونې لپاره د اروپایي ټولنې په مشرۍ  د یو فنډ جوړول مهم دي. دا به د اوکراین لپاره د زیاتو پانګونو په راجلبولو کې مرسته وکړي."

هغه زیاته کړه چې په اروپا کې د اوکراین ادغام لا هم د دې د هېواد لپاره لومړیتوب دی او ټینګار یې وکړ چې "د هنګري د ویتو د حل لپاره باید یوه لاره وموندل شي."

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د اوکراین د اروپایي اتحادیې احتمالي غړیتوب ته کلک مخالفت څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی چې د جګړې په حال کې د یوه هېواد ادغام به د اتحادیې ثبات ته جدي ګواښ رامنځته کړي.

زیلینسکي د جرمني، فنلنډ، پولنډ او بلغاریا له مشرانو سره جلا دوه اړخیزې ناستې هم وکړې.

د جرمني له لومړي وزیر فریدریش مرز سره د خبرو وروسته، زیلینسکي د برلین د پوځي ملاتړ په ځانګړې توګه د هوايي دفاعي سیسټمونو لپاره مننه وکړه.

هغه وویل: "ما فریدریش ته د روسیې د وروستیو بریدونو په اړه معلومات ورکړل او د دښمن د ډرونو د مخنیوي په خاطر د خپلو ډرونو په اړه مو هم معلومات ورکړل.

هغه د ډرون تولید د زیاتولو لپاره د جرمني د مرستې چمتووالی وستایه او د اوکراین د اروپایي اتحادیې د غړیتوب په لاره کې د جرمني د اغېزمن رول یادونه وکړه.

هغه وویل: "جرمني هغه هېواد دی چې د اروپایي اتحادیې په لاره کې زموږ د لارې د خلاصولو لپاره واک او اعتبار لري."

زیلینسکي د فنلنډ له لومړي وزیر پیټري اورپو سره هم ولیدل او د فنلنډ د دوامداره ملاتړ او د بیا رغونې په فورم کې د فنلنډي شرکتونو د قوي شتون لپاره یې مننه وکړه.

هغه د روسي-ایراني ډرون بریدونو په وړاندې د اوکراین د ډرون تولید د زیاتولو او ګډو پروژو د اړتیا په اړه ټینګار وکړ.

زیلینسکي د بلغاریا له لومړي وزیر روزن ژیلیازکوف سره په خبرو کې وویل چې دوی د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د ژورتیا په اړه موافقه وکړه، په ځانګړې توګه د انرژۍ امنیت په برخه کې.

هغه د اوکراین د اروپایي اتحادیې د لارې د ملاتړ او د "د ارادې ائتلاف" کې د ګډون لپاره د بلغاریا مننه وکړه.

زیلینسکي د پولنډ له لومړي وزیر ډونالډ ټسک سره هم ولیدل او د دفاعي مرستو، په کنفرانس کې د ګډون، او د اروپایي فلیګ شپ فنډ سره د یوځای کېدو لپاره یې د پولنډ مننه وکړه.

هغه وویل چې اوکراین د SAFE پروګرام او د ګډو وسلو د تولید په برخه کې له پولنډ سره د همکارۍ لیوالتیا لري.

هغه د پولنډ د اهمیت په اړه ټینګار وکړ، چې د نړیوالو مرستو لپاره د "کلیدي لوژستیکي او ترانزیت مرکز" په توګه رول لوبوي.

د ورځې په لومړیو کې، زیلینسکي د ارادې ائتلاف په غونډه کې ګډون وکړ، چې د دولتونو، حکومتونو او سازمانونو ۳۲ استازي پکې شامل وو.

د لومړي ځل لپاره، د امریکا چارواکو لکه جنرال کیت کیلګ او سناتورانو لیندسي ګراهام او ریچارډ بلومنتال ګډون وکړ.

زیلینسکي وویل: "دا مهمه ده چې د ارادې ائتلاف بڼه کار کوي – د اوږدمهاله امنیت لپاره او د روسي بریدونو په وړاندې د اوسني محافظت لپاره."

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.