چین، روسیې او مغولستان د دې اونۍ په لومړیو کې خپل لومړني ګډ سرحدي دفاعي تمرینونه ترسره کړل.

دغه تمرین چې "د سرحدي دفاع همکاري - ۲۰۲۵" نومېږي، د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د درې هېوادونو په یوه نامعلومه سرحدي سیمه کې ترسره شو.

/ AP

چین، روسیې او مغولستان د دې اونۍ په لومړیو کې خپل لومړني ګډ سرحدي دفاعي تمرینونه ترسره کړل.

 د چین پوځ وویل،  چې دا پوځي ګډ تمرینونه په اصل کې  د درېواړو ګاونډیو ترمنځ د امنیتي همکارۍ نږدې کېدل په ډاګه کوي.

دغه تمرین چې "د سرحدي دفاع همکاري - ۲۰۲۵" نومېږي، د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د درې هېوادونو په یوه نامعلومه سرحدي سیمه کې ترسره شو.

د چین د خلکو پوځ  ویلي دي چې د دې ژوندیو تمرینونو موخه "د درې اړخیزې ستراتېژیکې همکارۍ پیاوړتیا، د سرحدي امنیتي ګواښونو سره د مقابلې وړتیا لوړول، او د ستراتېژیک متقابل باور نور هم ټینګول" دي.

د تمرینونو پر مهال،  د چین په خاوره کې یو ګډ د قوماندې مرکز جوړ شوی . د چین پوځ ویلي دي چې دا مرکز چې د هر هیواد په خاوره کې جوړ شي مشري به يي هغه کوي . همداشان دا مرکز د څو اړخیزو مشورو او موازي قوماندې" د اصولو پر بنسټ فعالیت کاوه.

دغه مانورونه د درې هېوادونو د مشرانو د سپتمبر په ۲مه نېټه په بیجینګ کې د درې اړخیزې غونډې وروسته ترسره شول، چې یوه ورځ مخکې د چین ولسمشر شي جینپینګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې لپاره د غیر غربي هېوادونو له ۲۰ څخه زیات مشران کوربه کړي وو، ترڅو د نوي نړیوال امنیتي او اقتصادي نظم لپاره هڅې وکړي.

مغولستان د شانګهای سازمان سره د یوځای کېدو څخه ډډه کړې، او له ۲۰۰۴ کال راهیسې د ناظر دولت په توګه پاتې شوی، سره له دې چې نور هېوادونه لکه هند، پاکستان او ایران بشپړ غړي شوي دي.

بیجینګ هڅه کړې چې خپل کوچنی ګاونډی دې ته وهڅوي چې د دې لس هېوادونو په ډله کې غړیتوب ترلاسه کړي.