د ایران په سویل کې په دوو چاودنو کې شپږ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

ځايي رسنۍ وايي، د ایران په سویل لوېدیځ اهواز ښار په کیانشهر سیمه کې د ګازو د لیکېدو له امله خونړۍ چاودنه شوې ده.

By
د ایران په سویل کې په دوو چاودنو کې شپږ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي / Reuters

د ایران په سویل کې په دوو چاودنو کې شپږ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي
ځايي رسنۍ وايي، د ایران په سویل لوېدیځ اهواز ښار په کیانشهر سیمه کې د ګازو د لیکېدو له امله خونړۍ چاودنه شوې ده.

ځايي رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د ایران په سویل او سویل لوېدیځ کې په جلا جلا چاودنو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د اهواز ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب خدماتو ادارې ویلي چې دا چاودنه د ایران په سویل لوېدیځ اهواز ښار په کیانشهر سیمه کې په یوه څلور واحدیزه استوګنیز کمپلکس کې شوې او پنځه کسان یې وژلي دي.

دغه چارواکي ویلي چې چاودنه د ښار د ګازو په شبکه کې د لیکېدو له امله رامنځته شوې ده.

په یوه جلا پېښه کې، د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران په سویل کې د بندر عباس ښار د معلم بلوار ته څېرمه په یوه کوڅه کې په یوه اته پوړیزه ودانۍ کې نامعلوم توکي چاودلي دي.

په دې چاودنه کې یوه څلور کلنه نجلۍ وژل شوې او شاوخوا ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ودانۍ شاوخوا تر لسو ډېر پارک شوي موټر هم په بېلابېلو کچو زیانمن شوي دي.