د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان د حوثیانو د برید په اړه یوه لیکلې اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ د حوثیانو له خوا د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک عبدالله پر مالي مرکز ترسره شوی برید په خورا سختو ټکو غندو، او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو.»
په اعلامیه کې د هغو اقداماتو د سمدستي درولو پر غوښتنه بیا ټینګار شوی چې ملکي تاسیسات په نښه کوي او سیمهییزه سوله او امنیت ګواښي، او زیاته شوې ده: «د حوثیانو د روانو بریدونو پر وړاندې له سعودي عربستان سره پر خپل بشپړ پیوستون ټینګار کوو، او د دغه هېواد له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل ملاتړ تاییدوو.»
پر سعودي عربستان بریدونه
په یمن کې د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې د حوثیانو له خوا د پلازمېنې صنعا او ځینو نورو سیمو تر نیولو وروسته په دغه هېواد کې کړکېچ لا پسې ژور شو.
له دې پرمختګونو وروسته، د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د یمن له نړیوال پېژندل شوي حکومت څخه ملاتړ پیل کړ.
په دغه هېواد کې چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د اوربند له پلي کېدو وروسته یې نسبي ارامه دوره تېره کړه، د جولای له میاشتې راهیسې یو ځل بیا زیاتو شویو نښتو پر ځمکه د کنټرول نقشه بدله کړې ده.
په یمن کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو پر وړاندې خپلو بریدونو ته په زور ورکولو سره، د ایران ملاتړ لرونکي حوثیان پر سعودي عربستان هم د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) بریدونه کوي.













