نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په امريکا کې نيول شوي فلسطين پلوه زده کوونکي د خپل زوی د زېږېدو شېبه له لاسه ورکړه
د سلګونو زده کونکو ویزې لغوه شوي دي، او ځینو یې ویلي چې دوی د نظرونو د لیکلو په تور په نښه شوي دي.
په امريکا کې نيول شوي فلسطين پلوه زده کوونکي د خپل زوی د زېږېدو شېبه له لاسه ورکړه
Detained in US, pro-Palestine student misses his son's birth / Reuters

د محمود خلیل مېرمن وویل، د فلسطین د ملاتړ فعال محمود خلیل د خپل زوی د زیږون په وخت کې حاضر نه و، ځکه چې د امریکا چارواکو د هغه د لنډمهاله خوشې کېدو غوښتنه رد کړه.

محمود خلیل، چې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې د ماسټرۍ زده‌کړې کوي او د غزې پر جګړه د امریکا په پوهنتونونو کې د پراخو مظاهرو یو له مخکښو مشرانو څخه و، د مارچ په ۸مه د کډوالۍ چارواکو لخوا ونیول شو.

سره له دې چې خلیل د امریکا دایمي اوسېدونکی و او د خپلې امریکايي مېرمن نور عبدالله له لارې یې ګرین کارډ درلود، د هغه د شړلو امر وشو.

عبدالله د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) د دې غوښتنه رد کړه چې خلیل د دوی د ماشوم د زیږون لپاره لنډمهاله خوشې کړي.

هغې په یوه بیان کې وویل: "دا د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې لخوا یوه قصدي پرېکړه وه چې زه، محمود او زموږ زوی یې په تکلیف کړو.

هغې زیاته کړه: "زما زوی او زه باید د محمود پرته د ژوند لومړۍ ورځې تېرې نه کړو.  د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې  او د ټرمپ ادارې زموږ له کورنۍ څخه دا قیمتي شېبې غلا کړې دي، ترڅو د فلسطین د ازادۍ لپاره د محمود ملاتړ غلی کړي.

نور په نیویارک کې زوی وزېږاوه، خو خلیل د امریکا د جنوبي ایالت لوئزیانا ته ولېږدول شو، چې داسې ښکاري د ټرمپ د کډوالۍ سختو اقداماتو ته د ملاتړ لرونکي قاضي موندلو هڅه وه.

د ټرمپ سلاکارانو د فلسطین د ملاتړ مظاهره‌چیان د یهود ضد او ترهګرۍ د ملاتړ په تور تورن کړي، چې فعالان یې ردوي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ۱۹۵۰مو کلونو د قانون یادونه کړې، چې د امریکا حکومت ته اجازه ورکوي هغه بهرنیان وباسي چې د امریکا د بهرني سیاست پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

روبیو استدلال کوي چې د امریکا د اساسي قانون د بیان د ازادۍ خوندیتوبونه پر بهرنیانو نه تطبیقېږي او هغه یوازې د محکمې د بیاکتنې پرته پرېکړې کولی شي.

سلګونه زده‌کوونکو خپلې ویزې له لاسه ورکړې، او ځینې وایي چې دوی د نظر لیکنو یا کوچنیو نيوکو له امله هدف ګرځېدلي دي.

د زده‌کوونکو پر وړاندې اقدامات

د ټرمپ ادارې لخوا د فلسطین د ملاتړ پر فعالانو د پراخو اقداماتو په لړ کې د خلیل نیول لومړۍ پېښه وه.

د خلیل له نیول کېدو څو ورځې وروسته، د ټرمپ ادعا هغه وخت رښتیا شوه چې د فلسطین د ملاتړ بل زده‌کوونکی، بدر خان سوری، چې د جورج ټاون پوهنتون هندی څېړونکی و، ونیول شو. د هغه وکیل وویل چې سوری د خپلې مېرمنې د فلسطیني هویت له امله نیول شوی و.

د سوری له نیول کېدو وروسته، چارواکو د فلسطین د ملاتړ بل زده‌کوونکي، مومودو تال، ته وویل چې ځان تسلیم کړي.

د مارچ په ۲۵مه، د کولمبیا پوهنتون زده‌کوونکې یونسیو چونګ وویل چې هغې د ټرمپ ادارې پر وړاندې د خپلې شړنې د مخنیوي لپاره دعوه وکړه، ځکه چې هغې د تېر پسرلي په مظاهره کې برخه اخیستې وه.

همدارنګه د مارچ په ۲۵مه، د ټفټس پوهنتون د پی‌اېچ‌ډي زده‌کوونکی اوزتورک د غزې په اړه د اسرائيلو د کړنو د نیوکې له امله د امريکايي چارواکو لخوا په ښکاره توګه وتښتول شوه.

تېره اوونۍ، چارواکو د کولمبیا پوهنتون زده‌کوونکی او د فلسطین د ملاتړ فعال محسن مهدوي د تابعیت د مرکې پر مهال ونیوه.

نور زده‌کوونکي لکه لقاء کورډیا، رنجني سرینواسن، او علی رضا درودی یا نیول شوي یا یې خپله ځانونه شړلي دي.

وپلټۍ
په پاکستان کې په بار وړونکي ریل ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي
امریکا وايي کیدای شي په 'څو ساعتونو' کې له ایران سره یوه هوکړه وشي
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو
زیلینسکي په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د لنډمهاله غړیتوب پر وړاندیز سخته نیوکه وکړه
د تورکیې استخباراتو په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۱۰ مشکوک کسان ونیول
امریکایي محکمې د محمود خلیل د حکم له بیا کتنې ډډه وکړه.
نړیوال بانک ویلي دي چې د ایران جګړې په درشل کې ۲۷ هېوادونه بحراني فنډونو ته د لاسرسي په لټه کې دي
د چین په شمال کې په د سکرو په یو کان کې چاودنې ستره فاجعه رامنځته کړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر وکړ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده