نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
برېتانیا د مسکو د پرېکړې په ځواب کې یو روسي ډیپلومات له هیواده د شړولو پریکړه وکړه.
برېتانیا د یو متقابل اقدام په ترڅ کې یو روسي ډیپلومات له هېواده وباسي؛ دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې تېره میاشت روسیې یو برېتانوي ډیپلومات د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې ایستلی و.
برېتانیا د مسکو د پرېکړې په ځواب کې یو روسي ډیپلومات له هیواده د شړولو پریکړه وکړه.
برېتانیا د مسکو د پرېکړې په ځواب کې یو روسي ډیپلومات له هیواده د شړولو پریکړه وکړه. / AFP

د برېتانیا حکومت په رسمي ډول اعلان وکړ: «موږ د روسیې سفیر راوغوښت ترڅو ورته د  متقابل اقدام  خبر ورکړو؛ چې له مخې یې د یوه روسي ډیپلومات اعتبارنامه لغوه کوو او هغه له هېواده وباسو.»

برېتانیا د یو متقابل اقدام په ترڅ کې یو روسي ډیپلومات له هېواده وباسي؛ دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې تېره میاشت روسیې یو برېتانوي ډیپلومات د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې ایستلی و.

په لندن کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وروسته له هغه وغوښتل شو چې مسکو تېره میاشت په «ناحقه» ډول یو برېتانوي ډیپلومات وایست. اوس د برېتانیا حکومت د یوه روسي ډیپلومات اعتبار  لغوه کړی دی، چې دا په دې معنا ده چې نوموړی به له هېواده وشړل شي.

په هغې رسمي اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي دي: «موږ د تېرې میاشتې په ترڅ کې د بل برېتانوي ډیپلومات د شړلو په اړه د روسیې ناحقه پرېکړه او هغه ناوړه تبلیغاتي کمپاین چې ورپسې پیل شو، په کلکه غندو. دا ډول چلند په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی او موږ به د خپلو ډیپلوماتیکو کارکوونکو ځورونه او ګواښل ونه زغمو.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «د روسیې پرله‌پسې او بې دلیله اقدامات زموږ د

ډیپلوماتیکو چارو د ګډوډولو لپاره دي او دا د برېتانیا په وړاندې د هغوی د

تیري‌ګر چلند یوه برخه ده. که روسیه په دې برخه کې نور ګامونه پورته کړي، نو دا به د کړکېچ د زیاتولو په معنا وي او له کلک او مناسب ځواب سره به مخ شي.»

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د کرملین له برید وروسته، د روسیې او ناټو غړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د سړې جګړې راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي؛ چې له امله یې دواړو لورو په کراتو د یو بل ډیپلوماتان ایستلي دي.

روسیې له دې وړاندې هم په مسکو کې مېشت برېتانوي ډیپلوماتان د جاسوسۍ په تور ایستلي وو؛ خو برېتانیا دغه تورونه «ناوړه او بې بنسټه» بللي دي.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی