نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې نوموړی د هرمز تنګي له لارې د تېلو او نورو سوداګریزو کښتیو د سمندري بدرګې لپاره د امریکا د هڅو پر بیا پیلولو غور کوي.
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري.
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري. / Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره اوربند په یو ډیر نازک حالت کې قرار لري. هغه زیاته کړه چې په جګړه کې د "بشپړې بریا" په لټه کې دی او د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د سمندري بدرګې پر بیا پیلولو غور کوي.

د امریکا پر اقتصاد د جګړې د اغېزو له امله د کورنیو فشارونو په منځ کې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د واشنګټن د غوښتنو په وړاندې د اونۍ په پای کې د ایران غبرګون دغه کمزوری اوربند اوس "بې حده ضعیف" کړی دی. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه به ووایم چې دا اوس یو له خورا کمزورو حالتونو څخه دی؛ دا اوربند یو نازک حالت  پورې تړلی دی."

هغه په یو تمثیلي ډول خبریالانو ته وویل: "زه به ووایم چې اوربند په سخت نازک حالت کې دی، داسې لکه یو ډاکټر چې راننوځي او وايي: 'ښاغلیه، ستاسو د عزیز د ژوندي پاتې کېدو چانس یوازې یو سلنه دی'."

بل لور ته، ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې هغه د هرمز له لارې د تېلو او سوداګریزو کښتیو د بدرګې لپاره د امریکا د هڅو پر نوي کولو غور کوي، خو لا یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. دغه نوښت چې د امریکا لخوا ورته د "آزادۍ عملیات"  نوم ورکړل شوی و، لومړی د مۍ په ۶مه پیل شو خو له دوو ورځو لږ وخت کې بېرته لغوه شو.

امریکا  ایران ته د شخړې د کمولو لپاره یو لړ شرایط لېږلي وو، چې ډېری یې د دغه هېواد د اټومي پروګرام د پراختیا د مخنیوي په اړه وو. د اونۍ په پای کې ایران خپل ځوابي وړاندیزونه ولېږل، چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته هغه "کثافات" (بې ګټې) وبلل.

ټرمپ وویل چې دا بندون د دې مانا نه لري چې متحده ایالات به شاتګ وکړي. هغه وویل: "موږ به بشپړه بریا ترلاسه کړو. ایران فکر کوي چې زه به له دې حالته ستړی شم، یا به زړه توری شم، او یا به تر فشار لاندې راشم. خو دلته هیڅ فشار نشته."

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا لا هم له ایران سره خبرو ته چمتو دی، ټرمپ وویل چې هلته رهبري په "مصلحت غوښتونکو" او "لیونیانو" وېشل شوې ده. هغه زیاته کړه: "لیونیان غواړي تر پایه وجنګېږي. خو پوهېږئ، دا به یوه ډېره چټکه او لنډه جګړه وي."

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي