نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په پاکستان کې په بار وړونکي ریل ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي
د چارواکو او ځايي رسنیو په وینا، د یکشنبې په ورځ د پاکستان په سویل لویدیځ کې د یوې زورورې چاودنې له امله یو بار وړونکی ریل ګاډی له پټلۍ واوښت چې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ کسان ټپیان شول.

ویل کیږي دا پيښه په کوټه کې رامنځته شوې ، چې هدف یې یو بار وړونکی ریل ګاډی و.

د چارواکو او ځايي رسنیو په وینا، د یکشنبې په ورځ د پاکستان په سویل لویدیځ کې د یوې زورورې چاودنې له امله یو بار وړونکی ریل ګاډی له پټلۍ واوښت چې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ کسان ټپیان شول.

د "۲۴ نیوز" سیمه‌ییزې رسنۍ د راپور له مخې، دغه چاودنه د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر ریل پټلۍ شوې او هدف یې هغه ریل ګاډی و چې د ښار د "کنټونمنټ" سیمې په لور روان و.

عیني شاهدانو ویلي چې تر چاودنې وروسته یې د سختو ډزو غږونه هم اورېدلي دي.

د کوټې د ملکي روغتون یوه ویاند وویل چې ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي او هلته سمدستي بېړني روغتیايي اقدامات شوي دي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي، بابر یوسفزي وویل چې امنیتي ځواکونه او د ژغورنې ډلې په چټکۍ سره سیمې ته رسېدلې دي او چارواکي هڅه کوي چې د چاودنې نوعیت معلوم کړي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی نه دی.

بلوچستان چې له طبیعي زیرمو بډایه سیمه ده او د چین-پاکستان د اقتصادي دهلېز  په پروژه کې یو مهم ځای لري، له اوږدې مودې راهیسې له بېلتون غوښتونکو پاڅونونو سره مخ دی؛ هغه ترهګرې ډلې چې د دغه ایالت د "ازادۍ" په لټه کې دي.

وپلټۍ
د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر یون د شمالي کوریا پر ضد د ډرون عملیاتو له امله په ۳۰ کلن بند محکوم شو.
اردوغان:د تورکیې سرې میاشتې د خپلو نړیوالو بشري هڅو له امله په نړۍ کې د ځان لپاره ځانګړی ځای جوړ کړی
د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو د قربانیانو کورنۍ لا هم له یو کال وروسته د ځوابونو په تمه دي
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل