ایران د قطر په  اوبو کې د تېلو یوه ټانکر کښتۍ وویشتله

د قطر دفاع وزارت اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ درې ایراني کروز توغندیو قطر په نښه کړ، چې یو یې د قطر په اوبو کې د تېلو له یوې کښتۍ (ټانکر) سره لګېدلی دی.

By
ایران د قطر په  اوبو کې د تېلو یوه ټانکر کښتۍ وویشتله / Reuters

د قطر دفاع وزارت وايي، درې ایراني کروز توغندیو د قطر قلمرو په نښه کړی، چې وسله والو ځواکونو یې دوه په "بریالیتوب" سره شنډ کړي دي.

د قطر دفاع وزارت اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ درې ایراني کروز توغندیو قطر په نښه کړ، چې یو یې د قطر په اوبو کې د تېلو له یوې کښتۍ (ټانکر) سره لګېدلی دی.

وزارت پر ایکس (پخواني ټویټر) ټولنیزه شبکه کې ویلي: "وسله والو ځواکونو دوه کروز توغندي په بریالیتوب سره شنډ کړل، پداسې حال کې چې دریم توغندی د قطر انرژۍ اړوند د تېلو له یوې کښتۍ سره چې په اجاره اخیستل شوې وه، د قطر په اوبو کې ولګېد."

اعلامیه زیاتوي چې اړین اقدامات ترسره شوي او چارواکو د کښتۍ ټول ۲۱ غړي پرته له کوم ځاني زیان څخه په خوندي ډول تخلیه کړي دي.

په خلیج کې د ایران د بریدونو پراخېدل

یوه ورځ وړاندې دوبۍ ته نږدې د کویټ د تېلو یوه ډکه کښتۍ هم تر برید لاندې راغلې وه؛ دا د هغو ۲۰ کښتیو له جملې څخه ده چې د جګړې پر مهال د ایران لخوا ویشتل شوې دي.

بحرین د راتلونکو میزایلو په اړه دوه خبرتیاوې خپرې کړې او ویې ویل چې د ایران یو برید په یوې سوداګریزې ودانۍ کې د اورلګېدنې لامل شوی. په کویټ کې، رسمي خبري اژانس ویلي چې یوې بې پیلوټه الوتکې د کویټ په نړیوال هوایي ډګر کې د تېلو یوه زېرمه ویشتلې چې لویه اورلګېدنه یې رامنځته کړې ده.

همداراز په سعودي عربستان کې هم دوه ډرون الوتکې ویشتل شوې دي. په اسرائیل کې هم د خطر زنګونه غږیدلي دي، خو د کوم زیان یا تلفاتو راپور تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

پداسې حال کې چې د جګړې د دریدو نښې نه ښکاري او تر اوسه له ۳۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي  چې دا جګړه په دوو اونیو کې پای ته رسیدلی شي، که څه هم هغه سیمې ته د زرګونو نورو سرتیرو د استولو په حال کې دی.

د هرمز تنګي پر سر د ایران د کنټرول دوام

ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر سخت فشار لاندې دی، ځکه د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر تګ راتګ د ایران کنټرول او د سیمې د انرژۍ پر زیربناوو بریدونو د ګازو بیې د ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسولې او نړیوال بازارونه یې لړزولي دي.

ایران وروسته له هغه د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ محدود کړ چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو تر برید لاندې راغی. امریکا ایران ته د اوربند لپاره یو ۱۵ ماده ییز پلان وړاندې کړی چې په کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو غوښتنه شوې ده.

د ایران په پنځه ماده ییز ځواب کې د دغې لارې پر سر د خپل حاکمیت ساتل شامل دي. ټرمپ د سه شنبې په ورځ اشاره وکړه چې جګړه ممکن د ایران لخوا د تنګي د کنټرول په حالت کې هم پای ته ورسیږي.

د تنګي د بند پاتې کیدو په صورت کې د ټرمپ ګواښ

ټرمپ خبرداری ورکړی که چیرې "ډیر ژر" اوربند ونشي او تنګی خلاص نشي، امریکا به خپل بریدونه پراخ کړي، چې په کې د "خارګ ټاپو" د تېلو د صادراتو مرکز او ممکن د اوبو د تصفیې پر فابریکو بریدونه شامل وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له الجزیرې سره په مرکه کې تایید کړه چې د امریکا د منځني ختیځ لپاره له استازي سټیو ویټکوف څخه یې مستقیم پیغامونه ترلاسه کړي دي. خو هغه ټینګار وکړ چې هیڅ مستقیم مذاکرات نشته او ایران باور نلري چې له امریکا سره خبرې اترې به کومه پایله ولري. هغه وویل: "د باور کچه په صفر کې ده."

عراقچي د ځمکنیو عملیاتو د پیل په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل: "موږ ورته سترګې په لار یو... موږ په خپله دفاع ډیر ښه پوهیږو."

متحده ایالاتو او اسرائیلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران هوایي بریدونه پیل کړي، چې د ایراني چارواکو په وینا تر اوسه یې ۱۳۴۰ کسان وژلي دي. ایران په ځواب کې پر اسرائیلو، اردن، عراق او د خلیج پر هغو هیوادونو چې د امریکا پوځي اډې لري، د ډرون او میزایلو بریدونه کړي دي.