روسیې د اوکراین د اودیسا په بندري ښار درانده بریدونه وکړل

د اوکراین هوايي ځواک د سه شنبې په ورځ وویل چې روسیې د شپې په برید کې ۵۴ بې‌پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی، چې له دې جملې څخه ۳۸ یې ویشتل شوې او ۱۶ نورې  د برېښنایي جګړې ضد اقداماتو له امله خپلو موخو ته ونه رسیدې.

/ Reuters

روسیې د اوکراین په اویستا بندري ښار باندې د بې پیلوته الوتکو پراخه بریدونه کړي دي. د سیمه ییزو چارواکیو په وینا روسیې تیره شپه په تور سمندر کې د اوکراین په بندري ښار اودیسا باندې پراخه بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې درې تنه ټپیان شوي او ګنشمیر ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د اودېسا ښاروال، هینادي ټروخانوف، د سه شنبې په سهار د ټیلیګرام پیغام رسونې اپلیکیشن له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  "دښمن د اودېسا په ګڼ مېشته سیمه کې یو استوګنیز ځای په نښه کړ. هغه د اور لګېدو او د اپارتمانونو د ماتو شوو کړکیو او زیانونو عکسونو هم خپاره کړل.

د سیمې والي، اولېګ کیپر، وویل چې په برید کې درې کسان ټپیان شوي او هغوی او د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.

د اوکراین هوايي ځواک د سه شنبې په ورځ وویل چې روسیې د شپې په برید کې ۵۴ بې‌پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی، چې له دې جملې څخه ۳۸ یې ویشتل شوې او ۱۶ نورې  د برېښنایي جګړې ضد اقداماتو له امله خپلو موخو ته ونه رسیدې.

کیپر وویل چې د اودېسا په برید کې استوګنیز ځایونه، ملکي زیربناوې، یوه تعلیمي اداره او وسایط زیانمن شوي دي.

د بیړنیو خدماتو لخوا شریک شوي ویډیوګانې ښيي چې عمله د زیانمنو شوو ودانیو په یوه برخه کې د اور مړه کولو هڅه کوي.

اودېسا، چې درې بندرونه لري، د روسیې سره د درې کلنې جګړې په اوږدو کې د روسي بریدونو یو عام هدف پاتې شوی دی.