نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: د تورکیې ولسمشر اردوغان کولی شي د روسیې-اوکراین جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي
ټرمپ وايي روسیه اردوغان ته درناوی لري او دا چې هغه کولی شي په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو کې رول ولوبوي.
ټرمپ: د تورکیې ولسمشر اردوغان کولی شي د روسیې-اوکراین جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي
ټرمپ: د تورکیې ولسمشر اردوغان کولی شي د روسیې-اوکراین جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي / AP

ټرمپ: د تورکیې ولسمشر اردوغان کولی شي د روسیې-اوکراین جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي
ټرمپ وايي روسیه اردوغان ته درناوی لري او دا چې هغه کولی شي په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو کې رول ولوبوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هغه تورکي سیال، رجب طیب اردوغان، کولی شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په پای ته رسولو کې رول ولوبوي.

ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ له مصر څخه هیواد ته د ستنیدو پر لاره په 'ایرفورس ون' الوتکه کې وکړې. خبریالانو دلته  له ټرمپ څخه وپوښتل چې ایا مشران، په ځانګړې توګه اردوغان، د روسیې او اوکراین په جګړه کې مرسته کولی شي، هغه خبریالانو ته وویل: "اردوغان کولی شي."

هغه زیاته کړه: "روسیه ورته درناوی لري."

د دوشنبې په ورځ وختي، ټرمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د مصر په تفریحي ښارګوټي شرم الشیخ کې د غزې د اوربند تړون د لاسلیک کولو لپاره په یوه سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان په ګډون له شلو څخه د زیاتو نړیوالو مشرانو کوربتوب وکړ.

تورکیه د روسیې-اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوې وه.

انقرې پر کییف او مسکو غږ کړی چې د خبرو اترو له لارې جګړه پای ته ورسوي، او تورکیه د منځګړیتوب په ګډون هر ډول نوښت ته چمتو ده ترڅو د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

له زیلینسکي سره لیدنه

وروسته، ټرمپ تایید کړه چې د جمعې په ورځ به په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وګوري.

د امریکا ولسمشر له منځني ختیځ څخه هېواد ته د ستنېدو پر مهال د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د مشر کوربتوب وکړي، وویل: "فکر کوم، هو."

تر دې وړاندې، زیلینسکي ویلي و چې یو اوکراینی پلاوی د یو لړ لیدنو لپاره امریکا ته تللی او زیاته کړې یې وه چې دی به د جمعې په ورځ له ټرمپ سره وګوري.

زیلینسکي پر 'اېکس' ټولنیزه شبکه ولیکل: "زه به هم دا فرصت ولرم چې واشنګټن ته راشم او د جمعې په ورځ له ولسمشر ټرمپ سره وګورم."

"زه باور لرم چې موږ به پر یو لړ هغو ګامونو خبرې وکړو چې زه یې د وړاندیز کولو نیت لرم. زه له ولسمشر ټرمپ څخه زموږ د خبرو اترو او د هغه د ملاتړ مننه کوم."

هغه ټینګار وکړ چې د دې سفر اصلي تمرکز به پر هوايي دفاع او اوږد واټن ویشتونکو وړتیاوو وي "چې موخه یې د سولې په خاطر پر روسیې د فشار راوړل دي

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي