امریکا استیناف محکمې د ترمپ ادارې  لخوا په امریکا کې د میشتو  زرګونو افغان وګړو د شړولو مخه ونیوله

امریکا د فدرالي استیناف محکمې د ترمپ ادارې  لخوا په هیواد کې د میشتو  د  زرګونو تنو افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندي حالت د پایته رسولو مخه ونیوله.

/ AP

امریکا د فدرالي استیناف محکمې د ترمپ ادارې  لخوا په هیواد کې د میشتو  د  زرګونو تنو افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندي حالت د پایته رسولو مخه ونیوله.

د امریکا د فدرالي استیناف محکمې څلورم ریاست په امریکا کې د میشتو په زرګونو تنو افغانانو د موقتي خوندیتوب د حالت د پایته رسولو اړوند د هغه حکم چې په پام کې وه د جولای په ۱۵ مه نيټه نافذ شي د سمدستي درولو پریکړه وکړه.

محکمې دا پریکړه د کډوالۍ د ملاتړ ډلې CASA د غوښتنې څخه وروسته چې د کورني امنیت وزارت لخوا  د افغانانو او کامرونیانو دواړو لپاره د موقتي خوندیتوب حالت  د ختمولو اقدام کړی وو وکړه.

د محکمې په پریکړه کې راغلي دي چې د کورني امنیت د وزارت د حکم د ځنډولو په اړه ددوې پریکړه به د جولای تر ۲۱ مې نیټې پورې نافذه وي. همداشان د امریکا حکومت ته د چهارشنبې د شپې تر ۱۱:۵۹ بجو پورې پدې اړه د وضاحت او ځواب ورکولو وخت ورکړ شوی دی.

د کډوالۍ د ملاتړ ډلې CASA  وروسته له هغه چې  د ترمپ ادارې د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان او کامرون د اتباعو لپاره به د موقتي خوندیتوب حالت ختم کړي، ځکه چې  د دواړو هیوادونو شرایط ښه شوي او دیته اړتیا نشته چې دا پروګرام دوام وکړي اقامه د دعوا وکړه.

د کامرون د وګړو  لپاره خوندي حالت د اګست په ۴ مه نیټه د ختمولو نیټه ټاکل شوې وه.

د اپریل په میاشت کې، د امریکا د کورني امنیت وزارت وویل چې خراب شرایط دومره ښه شوي چې د دواړو هیوادونو وګړو  لپاره د موقتي خوندیتوب حالت ته نوره اړتیا نشته.

د موقتي خوندیتوب حالت  هغه بهرنیو وګړو ته چې ددوې تر حمایت لاندې وي اجازه ورکوي چې  په خپلو اصلي  هیوادونو کې د جګړې، طبیعي ناورینونو، یا نورو غیر معمولي شرایطو له امله په امریکا کې په قانوني ډول ژوند  او کار وکړي.

د ویلو ده چې په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې طالبان واک ته د رسیدو نه وروسته له ۸۲،۰۰۰ څخه ډیر افغانان امریکا ته انتقال کړی شول.

له دوی له جمع څخه، له ۷۰،۰۰۰ څخه ډیرو د لنډمهاله  خوندیتوب حالت  په چوکاټ کې امریکا ته انتقال شول. د ویلو ده  چې دا پروګرام دې کډوالو ته  د دوو کلونو پورې په قانوني توګه پدې هیواد کې د اوسیدو اوسیدو اجازه ورکوله.