نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر امنیتي ځواکونو په ترهګریز برید کې درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ
د پاکستان د وسله والو ځواکونو لخوا د یکشنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې "جماعت الاحرار" ترهګرې ډلې په دغه بندري ښار کې د رینجرز ځواکونو  پر یوې اډې د دې "بزدلانه" برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر امنیتي ځواکونو په ترهګریز برید کې درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر امنیتي ځواکونو په ترهګریز برید کې درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ

د پاکستان پوځ وايي، د شنبې په ماښام د هېواد په لوی ښار کراچۍ کې تر یوې چاودنې او ډزو وروسته، په یوه ترهګریز برید کې د پاکستان د رینجرز ځواکونو درې سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو لخوا د یکشنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې "جماعت الاحرار" ترهګرې ډلې په دغه بندري ښار کې د رینجرز ځواکونو  پر یوې اډې د دې "بزدلانه" برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "بریدګرو د اډې په اصلي دروازه کې له چاودنې وروسته هڅه وکړه چې امنیتي کمربند مات کړي، خو د رینجرز ځواکونو د بیدارۍ او پرېکنده ځواب له امله یې ناوړه پلانونه شنډ شول." په دې نښته کې درې بریدګر وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی. پوځ تایید کړه چې په دې پېښه کې درې رینجرز وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

جماعت الاحرار یوه وسله واله ډله ده چې ډېری وختونه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړاو لري. په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي چې د ډېریو مسوولیت TTP او د هغوی تړلو ډلو منلی دی.

اسلام اباد تور پورې کوي چې افغان طالبان په خپل هېواد کې وسله والو ته پناه ورکوي، خو د کابل حکومت تل دا ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

پاکستان د غچ اخیستو ژمنه وکړه

د وسله والو ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان به "د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د ترهګرۍ د لعنت د له منځه وړلو لپاره په بشپړ سرعت سره مبارزې ته دوام ورکړي" او د غچ اخیستو ژمنه یې وکړه.

د فرانس پرس (AFP) خبریالانو د شنبې په شپه په کراچۍ کې د درنو ډزو غږونه اورېدلي او امنیتي ځواکونو د ښار د "موسمیات چورنګي" سیمې شاوخوا سړکونه تړلي وو. په سیمه کې د ملېشه ځواکونو ګڼ شمېر سرتېري په داسې حال کې لیدل شوي چې په پک اپ موټرو کې یې ګزمې کولې.

د سند اعلا وزیر سید مراد علي شاه ویلي چې د پېښې په اړه یې د بشپړ راپور غوښتنه کړې ده. همدارنګه، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري پر خپله ایکس پاڼه د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر روغتیا لپاره یې دعا کړې ده.

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده