منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
د ایران سپاه پاسداران انقلابي ځواک ویلي چې په کویټ کې یې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیو سیستم له منځه وړي دي؛ دا په داسې حال کې ده چې په ټوله سیمه کې کړکېچ په بې ساري ډول په ډېرېدو دی.
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی


د ایران سپاه پاسداران ادعا کوي چې د امریکا د توغندیو توغونکي یې په ډرون عملیاتو کې ویجاړ کړي، خو سېنټکام دا ادعا ردوي او وايي چې امریکايي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د ایران سپاه پاسداران انقلابي ځواک ویلي چې په کویټ کې یې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیو سیستم له منځه وړي دي؛ دا په داسې حال کې ده چې په ټوله سیمه کې کړکېچ په بې ساري ډول په ډېرېدو دی.

د فارس نیمه دولتي خبري اژانس لخوا خپره شوې اعلامیه کې، سپاه پاسداران ویلي چې دوی د امریکا مځکې نه مځکې ته د توغندیو سیستم  په یو "دقیق ډرون عملیاتو" کې په نښه کړي دي. په اعلامیه کې راغلي چې دغه توغندي او ورسره تړلي د توغندیو صندوقونه (pods) چې "ایران ته د برید لپاره چمتو وو، له منځه وړل شوي دي."

سپاه پاسداران همداراز د هغو غیر رسمي راپورونو یادونه کړې چې ادعا کوي په دې عملیاتو کې درې امریکايي افسران وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د دغې اعلامیې له مخې، د امریکا د لنډ واټن هایمارس توغندیو د وروستیو بریدونو او د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو پر مهال د ایران د سویلي ساحل څو سیمې په نښه کړې وې.

خو د امریکا مرکزي قومانداني (سېنټکام) پر X (ټویټر) په یوه بیان کې دا ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل: "ادعا: ایراني پروپاګند نن ادعا وکړه چې په کویټ کې د ایران په بریدونو کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي دي. حقیقت: دا درواغ دي. نن په کویټ کې هیڅ یو امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی او نه هم ټپي شوی دی."

د کویټ چارواکو تر اوسه د ایران د دې ځانګړې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې، کویټ ویلي وو چې د دغه هېواد په شمال کې پر دریو ځمکنیو سرحدي پوستو او د کویټ د تېلو شرکت  پر یوې سمندري برمه کولو دستګاه بریدونه شوي، چې مالي زیانونه یې اړولي او یو کارکوونکی یې ټپي کړی دی، خو دا یې نه و مشخص کړي چې دا بریدونه د چا لخوا شوي دي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ