د سوریې په حسکه کې د YPG ترهګرې ډلې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۷ ملکیان ووژل شول
ځايي سرچینو ویلي، د سوریې په شمال ختیځ حسکه ولایت کې د YPG ترهګرې ډلې د کامیکازي ډرون (ځانمرګي بې پیلوټه الوتکې) د برید له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د YPG ترهګرې ډلې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د سوریې په حسکه کې ۷ ملکیان ووژل شول
برید د اعلان شوي اوربند په ترڅ کې د اسونو پر یوه فارم شوی.
ځايي سرچینو ویلي، د سوریې په شمال ختیځ حسکه ولایت کې د YPG ترهګرې ډلې د کامیکازي ډرون (ځانمرګي بې پیلوټه الوتکې) د برید له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې برید د "النشوه" په سیمه کې د اسونو پر یوه فارم شوی دی.
دوی دا هم وویل چې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.
دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د سوریې ولسمشرۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د YPG ترهګرې ډلې سره یوې هوکړې ته رسېدلې ده. د دې هوکړې له مخې، یادې ډلې ته څلور ورځې وخت ورکړل شوی و ترڅو د حسکې ولایت د عملي ادغام لپاره یوه لار نقشه جوړه کړي، او په دې موده کې به اوربند نافذ وي.
YPG د PKK ډلې سوریايي څانګه ده، چې د ترکیې، امریکا، برېتانیا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.