نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ لخوا وینزویلا په بریدونو د ګواښلونو نه وروسته د وینزویلا پلازمینه کاراکاس درندو چاودنو ولړزاوله
امریکا په وینزویلا بریدونه وکړل
ټرمپ لخوا وینزویلا په بریدونو د ګواښلونو نه وروسته د وینزویلا پلازمینه کاراکاس درندو چاودنو ولړزاوله
ټرمپ لخوا وینزویلا په بریدونو د ګواښلونو نه وروسته د وینزویلا پلازمینه کاراکاس درندو چاودنو ولړزاوله / Reuters

د ټرمپ لخوا وینزویلا په بریدونو د ګواښلونو نه وروسته  د وینزویلا پلازمینه کاراکاس درندو چاودنو ولړزاوه
د فرانس پریس خبري اژانس یوه خبریال راپور ورکړی چې د شنبې د شپې د نیمايي نه وروسته د دوو بجو په شاوخوا کې په کاراکاس کې د الوتکو د الوتنو په څېر غږونو سره مل درنې چاودنې اورېدل شوي دي.

دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې کارابین ته یې د سمندري ځواکونو یوه ځانګړې ډله لېږلې، د وینزویلا پر ضد د ځمکنیو بریدونو احتمال مطرح کړی دی.

د سهار شاوخوا ۲:۱۵ بجو پورې د چاودنو غږونه لا هم اورېدل کېدل، که څه هم دقیقه سیمه یې نه وه معلومه.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو د وینزویلا د نشه یي توکو د ادعا شویو کښتیو د تمځای یوه سیمه په نښه کړې او ویجاړه کړې ده.

دغه جمهوریت غوښتونکي مشر دا ونه ویل چې ایا دا پوځي عملیات وو که د سي آی اې، او نه یې هم د برید ځای په ډاګه کړ، یوازې یې دومره وویل چې دا برید "د ساحل په اوږدو کې" شوی دی.

دا ادعا شوی برید به د وینزویلا پر خاوره لومړنی پېژندل شوی ځمکنی برید وي.

ولسمشر نیکولاس مادورو د دوشنبې د ورځې برید نه تایید او نه هم رد کړی، خو د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې د امریکا له څو اونیو پوځي فشار وروسته له واشنګټن سره همکارۍ ته چمتو دی.

د ټرمپ اداره مادورو د نشه یي توکو د یوه کارټل په مشرۍ تورنوي او وايي چې د قاچاق پر وړاندې سخت اقدامات کوي، خو دا کیڼ اړخی مشر د نشه یي توکو په سوداګرۍ کې هر ډول ښکېلتیا ردوي او وايي چې واشنګټن ځکه د هغه د راپرځولو هڅه کوي چې وینزویلا په نړۍ کې د تیلو تر ټولو لویې پېژندل شوې زېرمې لري.

واشنګټن پر کاراکاس فشارونه زیات کړي، په غیر رسمي ډول یې د وینزویلا هوايي حریم تړلی، نور بندیزونه یې لګولي او د وینزویلا په تیلو بار ټانکرونو د نیولو امر یې کړی دی.

له څو اونیو راهیسې ټرمپ په سیمه کې د نشه یي توکو پر کارټلونو د ځمکنیو بریدونو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې دا به "ډېر ژر" پیل شي، چې د دوشنبې ورځې برید یې لومړنۍ ښکاره بېلګه ده.

امریکايي ځواکونو د سپټمبر میاشتې راهیسې په کارابین سمندر او د ارام سمندر په ختیځ کې پر کښتیو ګڼ شمېر بریدونه کړي، چې د واشنګټن په وینا د نشه یي توکو قاچاقبران په نښه کوي.

خو ادارې هېڅ داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې ګواکې په نښه شوې کښتۍ د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکېلې وې، چې دې کار د دغو عملیاتو د قانوني والي په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

د امریکا د پوځ له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دې وژونکي سمندري کمپاین په لږ تر لږه ۳۰ بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۷ کسان وژلي دي.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.