نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په خیبرپښتونخوا کې په نښته کې ۹ ترهګر وژل شوي او هنګو د پولیسو د مشر په ګډون ۳ تنو پولیس ټپیان شوي
د پاکستان امنیتي ځواکونو د هېواد په شمال لویدیځ کې د ځانګړوعملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه نهو تنو وسله والو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
په خیبرپښتونخوا کې په نښته کې ۹ ترهګر وژل شوي او هنګو د پولیسو د مشر په ګډون ۳ تنو پولیس ټپیان شوي
/ AP

د پاکستان امنیتي ځواکونو د هېواد په شمال لویدیځ کې د ځانګړوعملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه نهو تنو وسله والو د وژلو نه خبر ورکړی دی. ویل کیږي دا عملیات  د خیبر پښتونخوا په ایالت کې پیل شوي د سترو عملیاتو یوه پارچه ده.

د یاد شوي ایالت پولیسو ویلي دي چې تیره ورځ ددې عملیاتو په ترڅ کې چې د پولیسو او پوځ لخوا په ګډه پيل شوي دي د هنګو ولسوالۍ په دوآبه سیمه کې د ترهګرو سره نښته وشوه.

د پولیسو په وینا: "تر دې دمه نهه وسله وال وژل شوي دي او عملیات لا هم په سیمه کې روان دي."

په دې پېښه کې درې امنیتي کسان ټپیان شوي دي، چې په کې د هنګو د پولیسو مشر خالد خان هم شامل دی.

ټول درې ټپیان د کوهاټ روغتون ته انتقال شوي دي او د هغوی حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په یوه جلا پېښه کې، پولیسو په بنو ولسوالۍ کې دوه چاودیدونکي مواد ډک ډرونونه وویشتل او له منځه یوړل.

چارواکو ویلي دي چې دغه ډرونونه د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز او د میرین پولیسو مرکز په نښه کول.

د تاوتریخوالي پېښې

دا وروستۍ پېښه د دې اونۍ د مرګونو پېښو لړۍ تعقیبوي.

د چهارشنبې په ورځ، لس کسان – چې په کې دوه پولیس، یو پوځي افسر او څلور وسله وال شامل وو – د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د بریدونو او امنیتي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

د روانې میاشتې په پیل کې، د پاکستان ځواکونو وویل چې هغوی ۳۰ وسله وال وژلي دي چې هڅه یې کوله له افغانستان څخه شمالي وزیرستان ته واوړي.

اسلام آباد په پرله پسې توګه  ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترهګرې ډله  له افغان خاورې څخه بریدونه ترسره کوي، خو کابل دغه ادعاوې رد کړې دي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو