روسیې د اوکراین پر وړاندې د شپې په اوږدو کې ۱۸۳ ډرون حملې کړي

د اوکراین هوايي ځواک د شنبې په سهار وویل چې روسیې د شپې په اوږدو کې پر اوکراین ۱۸۳ ډرونونو او دوه بالستیک توغنديو سره  برید کړی دی.

/ Reuters

د راپور له مخې، له دې ډرونونو څخه ۷۷ یې ویشتل شوي او ۷۳ نور پرته له کوم زیان څخه غورځېدلي دي.

د روسیې چارواکو هم وویل چې د جمعې په شپه د اوکراین د پراخو ډرون بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د شپې په اوږدو کې  د اوکراین لخوا د روسيې پر شپږو  سیمو د ډرون الوتکو پر مټ بریدونه شوي چې  شاوخوا ۱۷۰ اوکرایني ډرونونه په هوا کې ویشتل شوي دي.

وزارت وویل: "د تېرې شپې په اوږدو کې،د مسکو پر ځايي وخت د شپې د لسو بجو څخه د سهار تر پنځو بجو پورې۱۷۰ بې پیلوټه الوتکې د هوايي دفاعي سیسټمونو لخوا په هوا کې تثیت او له منځه وړل شوې دي."

په جلا توګه، د جنوبي کراسنودار سیمې والي، وینامین کوندراتیف، راپور ورکړ چې د نووروسیسک بندري ښار د بریدونو تر ټولو سختې پایلې لیدلي دي.

هغه وویل: "درې اپارتمانونه زیانمن شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، څلور کسان ټپیان شوي دي – دوه لویان او دوه ماشومان."

سږ کال، اوکراین پر روسیې څو پراخ ډرون بریدونه ترسره کړي دي. تر ټولو لوی برید د مارچ په میاشت کې ثبت شوی و، کله چې ۳۴۳ ډرونونه د مسکو او شاوخوا سیمو په نښه کولو لپاره کارول شوي وو، چې په پایله کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول، ۱۷ نور ټپیان شول، او د روسیې د پلازمېنې څلورو هوایي ډګرونو عملیات وځنډېدل.