نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
لولا دا سیلوا په ساو پاولو ښار کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په وړاندې توند غبرګون وښود چې له مخې یې د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو بارونو مالیه لګول کېږي.
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ


د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سیلوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې «سمندري غلا» وبللې چې ویلي یې دي، د هرمز له تنګي څخه پر ټولو تېرېدونکو سوداګریزو بارونو کښتیو به ۲۰ سلنه د تېرېدو محصول اخیستل کېږي.
لولا دا سیلوا په ساو پاولو ښار کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په وړاندې توند غبرګون وښود چې له مخې یې د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو بارونو مالیه لګول کېږي.

لولا دا سیلوا وویل: "د امریکا په څېر یو مهم هیواد چې د اوږدې مودې لپاره یې له سمندري غلا سره مبارزه کړې، اوس پخپله په یو سمندري غل نشي بدلېدلی. دوی حق نه لري چې له دې ځایه (هرمز تنګي) مالیه واخلي. په هرمز تنګي کې د روانو پېښو مسوولیت د امریکا پر غاړه دی."

لولا دا سیلوا دې ته په اشارې سره چې د فرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا له بریدونو وړاندې د هرمز تنګی د بېړۍ چلولو پر مخ خلاص و، ادعا وکړه چې د ټرمپ اداره غواړي "ناورینونه په فرصت بدل کړي او له هغې څخه مالي ګټه ترلاسه کړي."

د برازیل ولسمشر زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د نړۍ اقتصاد ته "جدي" زیان رسوي: "د جګړې بیه د خلکو پر دسترخوان اغېز کوي. کله چې د تیلو بیې لوړې شي، ورسره د لوبیا، وریژو، رومي بانجانو او پیازو بیې هم لوړېږي."

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې په هرمز تنګي کې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري کلابندي (بندیز) بیا پیل شوې او له دغه تنګي څخه پر ټولو تېرېدونکو بارونو به ۲۰ سلنه محصول اخیستل کېږي.

ټرمپ په سیمه کې د امنیت ساتلو لګښتونو ته په اشارې سره ویلي وو: "د نړۍ په دې خورا بې ثباته سیمه کې د امنیت او خوندیتوب د ټینګښت لپاره د ټولو اړینو لګښتونو د پوره کولو په موخه، له تنګي څخه پر ټولو تېرېدونکو بارونو به ۲۰ سلنه محصول واخیستل شي."

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی