نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ایران د زاهدان په ښار کې پر محکمې وسله وال برید شوی.
د ایران د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د زاهدان په محکمې د ترهګریز برید له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ایران د زاهدان په ښار کې پر محکمې وسله وال برید شوی.
/ Reuters

د ایران د زاهدان په ښار کې پر محکمې وسله وال برید شوی.

د ایران د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د زاهدان په محکمې د ترهګریز برید له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ تنه  نور ټپیان شوي دي.

د فارس نیمه رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ ناڅرګندو وسله والو بریدګرو د ایران په جنوب ختیځ ښار زاهدان  ښار کې په اصلي محکمه  ترهګریز برید وکړ.

د قدس ځواکونو د عامه اړیکو دفتر ویلي دي چې پدې ترهګري برید کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي. ویل کیږي د پیښې قربانیان ټول عام وګړي وو. پدې پيښه کې یوې میرمنې او یو نوزاد ماشوم هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

ویل کیږي امنیتي ځواکونو ۳ تنه ترهګر له منځه وړي چې د یو تن په ځان باندې ځانمرګي برید واسکټ هم شتون درلود.

د سیستان او بلوچستان ولایت  د پولیسو مرستیال مشر جنرال علي رضا دلیري خبري رسنیو ته وویل چې نن سهار د ۸ نیمو بجو په شاوخوا کې یوې ډلې ترهګرو چې د عامه خلکو په څیر جامې په تن وې د زاهدان ښار محکمې ته ننوتل .

ترهګر محکمې ته د ننوتو سره په خلکو ډزې پيل کړې چې امنیتي ځواکونو سمدلاسه مداخله وکړه . ترهګرو یو لاسي بم د محکمې په دننه کې وچو چې یو شمیر مراجعینو د وژل کیدو لامل شو.

پلازمینه، زاهدان، پخوا د پاکستان او افغانستان سره پولو ته نږدې د وسله والو ډلو لخوا د فعالیت کولو له امله د ناکراریو او خال خال تاوتریخوالي شاهد و.

د برید مسئولیت د جیش الظلم په نامه یوې ډلې په غاړه اخیستی دی.

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ