مګر اصلي ستونزه د کاناډا پر وړاندې د امریکا د حکومت بې احترامي ده. هغه زیاته کړه: «د کاناډا په وړاندې د ولسمشر (ډونالډ ټرمپ) بې احترامي؛ هغه وویل چې دا یو ریښتینی هېواد نه دی.»ټروډو دا وینا هم وکړه چې د ډیپلوماټیکو شخړو سره سره کاناډا ممانعتي چلند نه دی غوره کړی:
«زما په اند لومړی باید دا درک شي چې ځینې حکومتونه سره جوړ راځي او ځینې نه جوړېږي، دا یو واقعیت دی. کله چې موږ د خلکو او اتباعو احساساتو ته ګورو، د بېلګې په توګه هیڅ حکومت، ان موږ هم له امریکا سره د ستونزو په وخت کې داسې ګام نه دی اخیستی چې امریکا ته د خلکو سفر کول سخت کړي، جریمې مو نه دي لګولې، قیمتونه مو نه دي لوړ کړي او نه مو وضعیت سخت کړی دی؛ بلکې دا په خپله کاناډایان وو چې امریکا ته یې له تلو ډډه وکړه.»
امریکا ته د تلونکو کاناډایانو شمېر کم شوی دی
ټروډو وویل، کله چې امریکا ته د تلونکو کاناډایانو شمېر کم شو، امریکایي ټور اپریټرانو، هوايي شرکتونو او هوټلونو خپل قیمتونه ټیټ کړل، مګر دا کار هم د کاناډایانو د سفر غوره توبونو په بدلولو کې ناکام شو.
نوموړي څرګنده کړه چې امریکا ته د تلونکو کاناډایانو شمېر له ۲۰ سلنې څخه زیات کم شوی دی:
«په نږدې سیمو لکه فلوریډا، اریزونا او ان مین کې خلک هڅه کوي کاناډایانو ته ووایي: 'کومه ستونزه نشته، موږ لا هم له تاسو سره مینه لرو، مهرباني وکړئ بېرته راشئ.' موږ پوهېږو چې کاناډایان لا هم له امریکایانو سره مینه لري او امریکایان هم له کاناډایانو سره مینه لري. مګر د حکومتونو ترمنځ شخړې او د امریکا د حکومت بې احترامۍ دا سبب شوه چې کاناډایان ووایي 'سېمه ده، راځئ نورو ځایونو ته وگورو'، او دا یو لوي تحول و. دا داسې تغیر و چې ښیې د یوه هېواد انګېزه، د هغه خلکو ته د ښه راغلاست لیدلوری او د دوی احساسات د سیاحت خورا مهمه برخه ده. تاسو له ما څخه د مشورې غوښتنه کوئ؛ يوازې د دې پوهېدل بسنه کوي چې ستاسو پرېکړې او جملې پایلې لري.»
ټروډو په شمالي امریکا کې د فیفا نړیوال جام د تنظیم او د سیاحت د صنعت ترمنځ ارتباط ته په اشارې سره، د دغې سیالۍ د چمتووالي او د سیاحت د روحیې په اړه ووېل:
«موږ ولیدل چې د نړیوال جام پر لور په تګ کې په ریزرفېشنونو کې کموالی راغلی دی. موږ ولیدل چې خلک امریکا ته د تللو په اړه اندېښمن وو او ډاډمن نه وو چې ایا غواړي امریکا ته لاړ شي که نه، او په یو وخت کې خلک اندېښمن وو چې ښايي دا ستره پېښه له لوی بري سره مخ نه شي. بالاخره دا کار بریا ته ورسېد، مګر هېوادونه باید لږ تر لږه ثبات ولري. که دوی د سیاحت لګښتونه او عایدات غواړي، نو باید ځان د نړۍ پر مخ پرانیستی وښيي؛ د بېلګې په توګه، دا یو داسې کار دی چې کاناډا یې په ښه توګه ترسره کوي.»






















