ایران لپاره د امریکا غیرې مقیم سفارت پر امریکایانو غږ کړی چې "همدا اوس" له دغه هیواده ووځي

په ایران کې د امریکا مجازي سفارت د جمعې په ورځ پر امریکايي وګړو غږ وکړ چې که امکان ولري "همدا اوس" له دغه هیواده ووځي او د وتلو لپاره داسې پلان چمتو کړي چې د امریکا د حکومت پر مرستو متکي نه وي.

By
ایران لپاره د امریکا غیرې مقیم سفارت پر امریکایانو غږ کړی چې "همدا اوس" له دغه هیواده ووځي / Reuters

امنیتي خبرداری د انټرنیټ پرې کېدو، د ټرانسپورټي خنډونو او د توقیف د زیاتیدونکي خطر له امله ورکړل شوی دی.

په ایران کې د امریکا مجازي سفارت د جمعې په ورځ پر امریکايي وګړو غږ وکړ چې که امکان ولري "همدا اوس" له دغه هیواده ووځي او د وتلو لپاره داسې پلان چمتو کړي چې د امریکا د حکومت پر مرستو متکي نه وي. دغه خبرداری د خرابیدونکي امنیتي وضعیت او پراخو محدودیتونو له امله ورکړل شوی دی.

سفارت په خپله ویبپاڼه کې په یوه امنیتي خبرتیا کې ویلي چې په ټول ایران کې امنیتي تدابیر زیات شوي، سړکونه تړل شوي، عامه ټرانسپورټ کې خنډونه رامنځته شوي او انټرنیټ پرې شوی دی.

په خبرتیا کې راغلي: "د ایران حکومت د موبایل، لین تلیفون او ملي انټرنیټ شبکو ته لاسرسی محدودوي. هوايي شرکتونه ایران ته او له ایران څخه خپلې الوتنې محدودوي او یا یې لغوه کوي."

سفارت خبرداری ورکړی چې امریکايي وګړي باید د انټرنیټ د پرې کېدو دوام ته چمتو واوسي او د اړیکو لپاره دې بدیلې لارې پلان کړي. هغوی ته سپارښتنه شوې چې که په خوندي توګه کولی شي، د ارمنستان یا ترکیې له لارې دې د ځمکې له لارې له ایران څخه د وتلو فکر وکړي.

'امریکایان له خطر سره مخ دي'

په دې مشوره کې دا هم ویل شوي چې امریکایان په ایران کې د پوښتنو، نیول کېدو یا توقیف له جدي خطر سره مخ دي او له هغوی یې غوښتي چې له لاریونونو څخه ډډه وکړي، خپل عامه فعالیتونه محدود کړي او "ځانونه ډېر ښکاره نه کړي."

د هغو کسانو لپاره چې نشي وتلی، سفارت سپارښتنه کړې چې په خپل استوګنځي یا کوم بل خوندي ځای کې پناه واخلي او د خوراک، اوبو، درملو او نورو اړینو توکو اکمالات له ځان سره وساتي.

سفارت ویلي چې متحده ایالات په ایران کې ډیپلوماتیک شتون نه لري او د امریکايي وګړو سره مرسته خورا محدوده ده، له همدې امله شخصي چمتووالی خورا مهم دی.