نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د بشري حقونو له نیوکو سره سره، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې پراخ بدلونونه پلي شول
د جمعې په ورځ په اروپايي ټولنه کې د کډوالۍ د پالیسۍ پراخ اصلاحات نافذ شول. دا یو متحد سیسټم دی چې هدف یې د سرحدونو کنټرول سختول او په ټوله اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې د پروسې چټکول دي.
د بشري حقونو له نیوکو سره سره، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې پراخ بدلونونه پلي شول
د بشري حقونو له نیوکو سره سره، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې پراخ بدلونونه پلي شول

نوي قوانین دا بدلوي چې اروپا څنګه د نویو راغلو کسانو سره چلند کوي؛ له سرحدي څارنې نیولې تر چټکو پرېکړو پورې. مشران د سخت کنټرول ژمنه کوي، خو د بشري حقونو ډلې د پناه غوښتونکو لپاره د سختو شرایطو خبرداری ورکوي.
د جمعې په ورځ په اروپايي ټولنه کې د کډوالۍ د پالیسۍ پراخ اصلاحات نافذ شول. دا یو متحد سیسټم دی چې هدف یې د سرحدونو کنټرول سختول او په ټوله اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې د پروسې چټکول دي.

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ برخې مشر 'ماګنوس برونر' وویل چې دا تړون "د لومړي ځل لپاره یو جامع اروپايي سیسټم" رامنځته کوي، چې غړو هیوادونو ته د ناقانونه کډوالو په وړاندې ډیر کنټرول ورکوي. خو د بشري حقونو ډلې خبرداری ورکوي چې دا سیسټم ممکن د کډوالو د اوږدې مودې بندي کېدو او په بیړه د پرېکړو لامل شي، په ځانګړې توګه د ماشومانو په څیر زیان منونکو ډلو لپاره.

نوي سرحدي کنټرولونه او چټکې پرېکړې
د نوي چوکاټ له مخې، هغه کډوال چې اروپايي ټولنې ته په ناقانونه توګه ننوځي، تر اوو ورځو پورې به د هویت او امنیت له څارنې سره مخ شي، چې پکې د ګوتو نښان او د مخ د ډیټا بایومټریک ثبتول شامل دي. چارواکي به بیا پریکړه کوي چې ایا غوښتونکی چټکې پروسې ته واچوي، که عادي پروسې ته او یا یې بیرته خپل هیواد ته واستوي.

د هغو کسانو لپاره به چې د منل کېدو چانس یې کم وي، تر ۱۲ اونیو پورې د پرېکړې چټکه پروسه پلې کیږي. اروپايي کمیسیون وايي ځینې هیوادونه لا هم باید د 'یوروډاک' (Eurodac) په نوم نوی بایومټریک ډیټابیس فعال کړي، چې پکې د ۶ کلونو څخه د پورته عمر لرونکو ماشومانو معلومات هم ثبتېږي.

د رد شویو کسانو په بیړه ایستل
د دې نوي تړون یو له مهمو برخو څخه د هغو کسانو د ایستلو چټکول دي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي. کله چې غوښتنلیک رد شي، د بیرته ستنیدو امر به په اتوماتیک ډول صادریږي. د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د منځلارو او ښي اړخو سیاستوالو د بریا یو له مهمو لومړیتوبونو دا و چې رد شوي کډوال سوریې او بنګله دېش په څیر "امنو" هیوادونو ته واستول شي.

په ټوله ټولنه کې شریک مسؤلیت
دا تړون د "پیوستون یو میکانیزم" هم معرفي کوي. د دې له مخې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه مکلف دي چې یا پناه غوښتونکي له سرحدي هیوادونو (لکه ایټالیا، یونان او مالټا) څخه خپل هیواد ته انتقال کړي او یا د هر کس په بدل کې ۲۰,۰۰۰ یورو یوې ځانګړې ملاتړې فنډ ته ورکړي. اټکل کیږي چې په کال کې به لږ تر لږه ۳۰,۰۰۰ کډوال له یو هیواد څخه بل ته انتقال شي.

د بشري حقونو د ډلو نیوکې
د بشري حقونو فعالانو پر نویو قوانینو سختې نیوکې کړي او وايي چې دا قوانین د پناه غوښتنې حق زیانمنوي. دوی وايي چې چټکې پروسې ممکن د "نژادي تبعیض" (racial profiling) لامل شي او د هغو کسانو حقونه تر پښو لاندې کړي چې په ریښتیا ساتنې ته اړتیا لري. همدارنګه دوی د اروپا په سرحدونو کې د کډوالو د اوږدې مودې بندي کېدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

 

وپلټۍ
چین د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د وژل شویو امریکایی پیلوټانو پاتې شوني امریکا ته وسپارل
د ایران د راپور شوي ګواښ له امله امریکا له دویمې بریتانوي هوايي اډې هم خپلې الوتکې وایستلې
د یونان کریټ ټاپو ته نږدې ۱۲ کډوال مړه شوي او له ۱۰۰ څخه زیات ژغورل شوي دي
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
امریکايي قاضي په واشنګټن کې د ټرمپ د کمان (قوس) جوړولو چارې په لنډمهاله توګه ودرولې
اسپانیا اوکراین ته د ۴۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه ورکړه: زیلینسکي
د فرانسې په لاریونونو کې ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي
مارکو روبیو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو لپاره له دندې د استعفا ورکولو پلانونه رد کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری