نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
د آلمان لومړی وزیر فریدریش مېرز  له اوکراین سره، چې د روسیې تر بریدونو لاندې دی، د پیوستون او ملاتړ د څرګندولو په موخه پلازمېنې کییف ته ورسېد.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ

فریدریش مېرز چې په یوه ځانګړي اورګاډي کې کییف ته تللی، د اقتصاد او انرژۍ وزیرې کاترینا رایش  او د دفاعي او انرژۍ سکتورونو ۱۰ تنو سوداګرو یې ملتیا کوله.

مېرز په کییف کې په خپلو څرګندونو کې وویل: "که روسیې مخه ونه نیول شي، نو د جګړې ماشین به یې ژر یا وروسته زموږ لور ته هم راواوړي."

مېرز د دې په بیانولو سره چې اوکراین په راتلونکو اونیو کې د آلمان بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري، ټینګار وکړ چې د راتلونکي ژمي له رارسېدو مخکې به د دغه هېواد تر څنګ ولاړ پاتې شي.

مېرز څرګنده کړه چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره به په خپله لیدنه کې د آلمان د ملاتړ د دوام پیغام ورکړي.

تمه کېږي چې د فریدریش مېرز د دغه سفر په ترڅ کې له اوکراین سره د نویو پوځي او مالي مرستو بسته اعلان شي، په دفاعي صنایعو کې پر لا زیاتې همکارۍ او د انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو پر بیارغونې خبرې وشي.

تمه ده چې د بې پیلوټه الوتکو د ګډ تولید تړونونه هم وروستي شي

د آلماني رسنیو د راپورونو له مخې، مېرز به اوکراین ته ژمنه ورکړي چې په ځانګړې توګه د روسیې له خوا په دې وروستیو کې د کارول شویو چټکو بریدګرو ډرون الوتکو پر وړاندې د مبارزې لپاره به، په لنډ وخت کې زرګونه شنډوونکې (دفاعي) ډرون الوتکې وسپاري.

د مېرز د سفر پر مهال تمه کېږي چې د آلمان او اوکراین ترمنځ د بې پیلوټه الوتکو د ګډ تولید په اړه تړونونه هم وروستي شي.

فریدریش مېرز د لومړي وزیر په توګه د خپلې دندې له پیلولو یوازې څو ورځې وروسته، د ۲۰۲۵ کال په مۍ میاشت کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون، د هغه وخت د بریتانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر او د پولنډ له لومړي وزیر ډونلډ ټوسک سره یوځای کییف ته تللی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر بهرنیو سیلانیانو (مېلمنو) او ډیپلوماټانو غږ کړی و چې په دغه ښار کې پاتې نه شي.

د مسکو حکومت خبرداری ورکړی و چې په ځانګړې توګه دې له پوځي تاسیساتو او دولتي ودانیو له شاوخوا څخه لیرې واوسي.

 

وپلټۍ
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و