نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د هالنډ په اتریخت ښار کې د پولیسو لخوا پر دوو مسلمانو ښځو له برید وروسته لاریونونه پیل شول.
لاریون کوونکو وویل چې دا برید کومه ځانګړې پېښه نه ده، بلکې د تبعیض او له حده زیات ځواک کارولو د یوې پراخې لړۍ برخه ده. هغوی وویل: "نژاد پرست تاوتریخوالی په سیسټماټیک او تکراري ډول پیښیږي،" او د پولیسو په جوړښت کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
د هالنډ په اتریخت ښار کې د پولیسو لخوا پر دوو مسلمانو ښځو له برید وروسته لاریونونه پیل شول.
د هالنډ په اتریخت ښار کې د پولیسو لخوا پر دوو مسلمانو ښځو له برید وروسته لاریونونه پیل شول. / AA

د هالنډ په اتریخت ښار کې د پولیسو لخوا پر دوو مسلمانو ښځو له برید وروسته لاریونونه پیل شول.

لاریون کوونکو "سیسټماټیک" نژاد پرست تاوتریخوالی وغانده او د اړوند افسر د دندې ځنډولو، بښنې غوښتلو او حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه.

په سلګونو لاریون کوونکي د پنجشنبې په ورځ د هالنډ په اتریخت ښار کې راټول شول ترڅو هغه څه وغندي چې دوی یې د پولیسو نژاد پرست تاوتریخوالی بولي. دا لاریون وروسته له هغه وشو چې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې یو پولیس افسر د یوې بوختې سوداګریزې ټولګې (مال) مخې ته پر دوو مسلمانو ښځو برید کوي.

دا لاریون چې په "فریډنبرګ" (Vredenburg) چوک کې ترسره شو، د هغې پېښې په غبرګون کې و چې د دوشنبې په ورځ د "هوګ کاتارین" سوداګریز مرکز ته نږدې شوې وه. په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو پولیس افسر یوه ښځه په ډنډه وهي او بلې ښځې ته په نس کې لغته ورکوي. دغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې، په ټول هالنډ کې یې غوسه راپارولې ده.

لاریون کوونکو وویل چې دا برید کومه ځانګړې پېښه نه ده، بلکې د تبعیض او له حده زیات ځواک کارولو د یوې پراخې لړۍ برخه ده. هغوی وویل: "نژاد پرست تاوتریخوالی په سیسټماټیک او تکراري ډول پیښیږي،" او د پولیسو په جوړښت کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

"فاشیست پولیس، ترور بند کړئ"

لاریون کوونکو له هالنډي پولیسو وغوښتل چې له قربانیانو څخه په عامه توګه بښنه وغواړي، اړوند افسر له دندې وځنډوي او تضمین ورکړي چې دا ډول پېښې به بیا نه تکراریږي. هغوی د "عدالت نشته، سوله نشته"، "نژاد پرستو پولیسو ته نه" او "فاشیست پولیس، ترور بند کړئ" شعارونه ورکول او وروسته د "پاردین ویلډ" (Paardenveld) د پولیسو مرکز په لور لاړل.

هالنډي پولیسو تایید کړه چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او ټولې ویډیوګانې به وڅېړل شي. پولیسو په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې یوه ښځه د یو افسر ته د سپکاوي په تور نیول شوې وه. د پولیسو یوه ویاند ومنله چې دې انځورونو "قوي احساسات او ډېرې پوښتنې" راپارولې دي، په ځانګړې توګه د نژاد پرستۍ په اړه.

د دغو ښځو وکیل، انیس بومنجل، وویل چې افسر د پېښې پر مهال څو نژاد پرستې خبرې کړې وې، په شمول د دې چې یوې ښځې ته یې ویلي وو: "تاسو په دې هېواد پورې اړه نه لرئ." بومنجل وویل چې دواړه ښځې ټپيانې شوې دي او دا مهال تر درملنې لاندې دي. دې قضیې په هالنډ کې د پولیسو د کړنو په اړه څارنه زیاته کړې او یو ځل بیا یې د نژاد پرستۍ او حساب ورکولو په اړه بحثونه تاوده کړي دي.

 

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .