اقتصاد
3 د لوستلو دقیقې
چین له امریکا سره د مخ پر زیاتېدونکي سوداګریز جنګ کې 'تر پایه د مبارزې' ژمنه وکړه
بیجینګ د ټرمپ نوې ۱۰۰ سلنه تعرفې وغندلې او د خرابېدونکو سوداګریزو اړیکو په ترڅ کې یې د ملي امنیت د دفاع لپاره خپل ځوابي بندري فیسونه "قانوني" اقدامات وبلل.
چین له امریکا سره د مخ پر زیاتېدونکي سوداګریز جنګ کې 'تر پایه د مبارزې' ژمنه وکړه
چین له امریکا سره د مخ پر زیاتېدونکي سوداګریز جنګ کې 'تر پایه د مبارزې' ژمنه وکړه / AP

چین له امریکا سره د مخ پر زیاتېدونکي سوداګریز جنګ کې 'تر پایه د مبارزې' ژمنه وکړه
بیجینګ د ټرمپ نوې ۱۰۰ سلنه تعرفې وغندلې او د خرابېدونکو سوداګریزو اړیکو په ترڅ کې یې د ملي امنیت د دفاع لپاره خپل ځوابي بندري فیسونه "قانوني" اقدامات وبلل.

چین ویلي چې له امریکا سره په سوداګریز جنګ کې "تر پایه مبارزې ته" چمتو دی، وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین پر توکو پراخې نوې تعرفې او صادراتي محدودیتونه اعلان کړل.

د چین د سوداګرۍ وزارت یوه ویاند چې نوم يي ندی اعلان شوی وویل: "د تعرفو او سوداګریزو جګړو په اړه، د چین دریځ ثابت پاتې دی."

"که تاسو جګړه غواړئ، موږ به تر پایه وجنګېږو؛ که تاسو خبرې اترې غواړئ، زموږ ور خلاص دی."

د چین پر وارداتو د ۱۰۰ سلنه اضافي تعرفې لګولو لپاره د ټرمپ دا اقدام د بیجینګ له لوري پر نادره خاورینو عناصرو  او هغه منرالونه چې د لوړې ټکنالوژۍ او نظامي صنعتونو لپاره خورا مهم دي  د وروستیو صادراتي محدودیتونو په ځواب کې و. ټرمپ د چین اقدامات "خورا دښمنانه" او "حیرانوونکي" بللي وو.

بیجینګ  د صادراتي محدودیتونو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا د چین د قوانینو له مخې "قانوني اقدامات" دي او انګېزه یې د ملي امنیت اندېښنې دي.

وزارت وویل، "د یوه مسؤل لوی ځواک په توګه، چین په پرله پسې او قاطع توګه له خپل ملي امنیت او نړیوال ډله‌ییز امنیت څخه ساتنه کړې ده."

دا وروستی کړکېچ وروسته له هغه رامنځته شو چې دواړو هېوادونو د یو بل پر کښتیو ځوابي بندري فیسونه پلي کړل او په دې توګه یې په سوداګریز جنګ کې یوه نوې جبهه پرانیسته.

چین وویل چې د سه‌شنبې په ورځ یې پر ټولو امریکايي ملکیت، چلول کېدونکو، جوړو شویو یا بیرغ لرونکو کښتیو د نویو مالیاتو راټولول پیل کړي، خو هغه کښتۍ یې معاف کړې چې په چین کې جوړې شوې یا د ترمیم لپاره د چین بندرونو ته ننوځي.

د دولتي ټلوېزیون CCTV له خوا د خپرو شویو جزئیاتو له مخې، دا فیسونه به د اپریل له ۱۷مې څخه د پیل کېدونکې حسابي دورې له مخې د ننوتلو په لومړي بندر کې یا په کال کې تر پنځو سفرونو پورې پلي کېږي.

امریکا هم په ورته ډول پر هغو کښتیو چې له چین سره تړاو لري، د بندري فیسونو راټولول پیل کړي دي، چې دا د واشنګټن په وینا د هغې هڅې یوه برخه ده چې غواړي په نړیواله کښتۍ چلونې کې د پیکنګ حاکمیت کم او د امریکا د کښتۍ جوړونې صنعت پیاوړی کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ دغه راز اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې به پر "هر ډول مهمو سافټویرونو" صادراتي کنټرول ولګوي او خبرداری یې ورکړ چې که پیکنګ د نادره خاورینو عناصرو په برخه کې خپل محدودیتونه بېرته وانخلي، نور اقدامات به هم وکړي.

دې سوداګریزې شخړې بازارونه لړزولي او په جنوبي کوریا کې یې د ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ احتمالي لیدنه تر سیوري لاندې راوستې ده.

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي