منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د ځايي سرچینو په وینا، اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د فلسطیني کلي لپاره د اوبو رسولو یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه، چې د غیرقانوني میشت ځایونو د پراختیا د روانو کارونو په جریان کې د اوسیدونکو لپاره د اوبو لاسرسی پرې کړی دی.
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه

د ام صفا اوسېدونکي بې اوبو پاتې دي ځکه چې اسرائیلي اشغالګرو د غیرقانوني میشت ځایونو د سړک د کارونو په جریان کې د کلي یوازینۍ اکمالاتي نللیکه ویجاړه کړه.

د ځايي سرچینو په وینا، اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د فلسطیني کلي لپاره د اوبو رسولو یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه، چې د غیرقانوني میشت ځایونو د پراختیا د روانو کارونو په جریان کې د اوسیدونکو لپاره د اوبو لاسرسی پرې کړی دی.

سرچینو انادولو اژانس ته ویلي چې ځواکونو د فلسطین ځمکه په بلډوزرونو سره هواره کړه او د رام الله شمال لویدیز کې د ام صفا کلي ته د اوبو رسولو اصلي او یوازینی پایپ لاین یې ویجاړ کړی، پداسې حال کې چې سیمې ته نږدې د نوي میشت ځایونو سړک جوړ کړی.

برید کلی د اوبو پرته پریښود.

ام صفا د ناقانونه اسرائیلي مشت ځایونو او پوستو له لوري د زیاتیدونکو بریدونو شاهده ده، چې په زیاتېدونکي ډول فلسطینیان خپلو کرنیزو ځمکو ته له لاسرسي منع کوي.

په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د کرنیزو ځمکو پر ضد د اسرائیلي ناقانونه میشتو او اسرائیلي پوځ بریدونه زیات شوي دي. په دغو بریدونو کې د ځمکو سوځول، د بلدوزرونو له لارې ویجاړونې او بزګرانو ته خپلو ملکیتونو ته د لاسرسي محدودول شامل دي، په ځانګړي توګه غیرقانوني میشت ځایونو او پوستو ته نږدې.

د اسرائیلو د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت پلان لري چې د افراطي ډلې هیل ټاپ یوت تمویل لپاره د دولتي بودیجې څخه شاوخوا دوه ملیون ډالر ځانګړي کړي.

دا ډله، چې غړي یې په عمده توګه د اشغال شوي لویدیځې غاړې په غیرقانوني میشت ځایونو کې ژوند کوي، د فلسطینیانو په وړاندې په مکرر ډول بریدونه کړي او د افراطي "پرائس ټګ" غورځنګ ایډیالوژیکي مرکز ګڼل کیږي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸ نیټې راهیسې، د اسرائیلو پوځ او غیرقانوني میشتو لږترلږه ۱،۱۶۹ فلسطینیان وژلي، ۱۲،۶۶۶ نور یې ټپیان کړي، شاوخوا ۲۳،۰۰۰ یې نیولي او ۳۳،۰۰۰ یې بې ځایه کړي دي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه