ټرمپ وایي هیله لري چې روسیه او اوکراین به په دې اونۍ کې د جګړې پای ته رسولو یو تړون لاسلیک کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې هیله لري اوکراین او روسیه  د روانې  اوونۍ په دننه کې  د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.

The US, since the inauguration of Trump this January, has been actively involved in diplomatic efforts to end the war, engaging in talks with both Ukraine and Russia. / Reuters

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل شخصي ټولنیز مډیا پلاټفورم ټروت سوشیل له لارې په خپور کړي بیان کې وویل: "هیله ده چې روسیه او اوکراین پدې اوونۍ کې یوه موافقه وکړي."

هغه زیاته کړه: " دواړه هېوادونه به د امریکا سره  چې د ډیر بریالیتوب سره پرمختګ کوي لوی کاروبار پیل کړي او ډېرې ګټې به ترلاسه کړي!"

د ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وړاندیز وکړ چې د ملکي زیربناوو پر وړاندې بریدونه دې د ۳۰ ورځو لپاره ودرول شي.

زیلینسکي د ایکس له لارې په خپور کړي بیان کې وویل "اوکراین وړاندیز کوي چې د اوږد واټن ډرونونو او توغندیو په وسیله د ملکي زیربناوو پر وړاندې بریدونه دې لږ تر لږه د ۳۰ ورځو لپاره ودرول شي، او دا موده د اړتیا په صورت کې غځېدلی شي."

هغه زیاته کړه که روسیه دا وړاندیز رد کړي، نو دا به ثابته کړي چې دوی غواړي جګړه اوږده کړي.

د کرملین چارواکو مخکې ویلي وو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایسټر اوربند د غځولو امر نه دی کړی.

د شنبې په ورځ، پوتین په اوکراین کې د روانې جګړې لپاره د ۳۰ ساعته یو اړخیز اوربند اعلان وکړ، او ویې ویل چې د دې بریا یا ناکامي به د کیف د سولې د حل لپاره د چمتووالي څرګندونه وکړي.

په ځواب کې، زیلینسکي وویل چې هېواد به د روسیې اقداماتو ته ورته عمل وکړي، او زیاته یې کړه چې کیف وړاندیز کوي د اوربند موده دې وغځول شي "که چېرې بشپړ اوربند په رښتیا عملي شي."

خو وروسته هغه ادعا وکړه چې د روسیې د سرحدي سیمو کورسک او بیلګورود کې جګړه روانه وه.

د ټرمپ د جنورۍ میاشتې د لوړې مراسمو راهیسې، امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ډیپلوماتیکو هڅو کې فعاله برخه اخیستې، او د اوکراین او روسیې سره یې خبرې پیل کړې دي.