نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي
فرانسوي حکومت خبر ورکړی چې د جون په میاشت کې د تودوخې د هغې سختې څپې پر مهال چې هېواد یې اغېزمن کړی و، په یوه اونۍ کې د تېرو کلونو د اوسط په پرتله تر ۲ زرو ډېرې "اضافي مړینې ثبت شوې دي.
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي


تمه کېږي چې د راتلونکې اونۍ له پیل څخه به په ټول هېواد کې د تودوخې یوه نوې څپه راشي.

فرانسوي حکومت خبر ورکړی چې د جون په میاشت کې د تودوخې د هغې سختې څپې پر مهال چې هېواد یې اغېزمن کړی و، په یوه اونۍ کې د تېرو کلونو د اوسط په پرتله تر ۲ زرو ډېرې "اضافي مړینې ثبت شوې دي.

د فرانسې د روغتیا وزیرې 'سټیفني ریسټ' له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د جون د ۲۲مې په اونۍ کې د مړینې کچه د تېرې اونۍ په پرتله ۳۰ سلنه زیاته شوې وه.

وزیرې ریسټ څرګنده کړه چې د جون له ۲۲مې څخه تر ۲۸مې پورې، د تودوخې د سختې څپې له امله د تېرو کلونو د اوسط په پرتله ۲۰۲۵ اضافي مړینې ثبت شوې دي.

د جون په میاشت کې د تودوخې دغې څپې چې شاوخوا دوه اونۍ یې فرانسه اغېزمنه کړې وه، د ټرانسپورټ، روغتیا، ښوونې او روزنې او تولید په ګډون په ډېرو برخو کې ژوند په منفي توګه اغېزمن کړی و؛ په پلازمېنه پاریس کې یوازې د جون په ۲۶مه ۱۰۹ کسانو د تودوخې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

اټکل کېږي چې د راتلونکې اونۍ له پیل څخه به په ټول هېواد کې د تودوخې یوه نوې څپه راشي.

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده