نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
کیف ویلي دي چې د روسیې لخوا پر دې هیواد په بریدونو کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د روسیې لخوا د اوکراین په بېلابېلو سیمو باندې د شپې بریدونو په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او له ۳۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.
کیف ویلي دي چې د روسیې لخوا پر دې هیواد په بریدونو کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
/ Reuters

د روسیې لخوا د اوکراین په بېلابېلو سیمو باندې د شپې بریدونو په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او له ۳۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې دوه کسان په ختیځ سوومي سیمه کې وژل شوي، یو تن په جنوبي سیمه اوډیسا کې وژل شوی، او څلورم قرباني، چې یو سړی و، په جنوبي سیمه خرسون کې وژل شوی دی. دا معلومات د سیمه ییزو چارواکو لخوا تایید شوي دي.

په دغو بریدونو کې له ۳۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي، چې ډیری یې په ختیځ خارکیف او د نیپروپیتروسک سیمو کې راپور شوي دي.

په پلازمېنه کیف کې، د روسیې ډرونونو څو ودانۍ په نښه کړې، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د کیف ښاروال په ټیلیګرام کې دا خبر تایید کړی دی.

د روسیې لخوا د ډرونونو د لمنځه وړولو ادعاوې

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د شپې په اوږدو کې یې ۹۱ اوکرایني ډرونونه تثبیت او له منځه یې وړي دي. له دې ډرونونو څخه اته په مسکو سیمه کې ویشتل شوي، او پاتې نور په هغو سیمو کې  ویشتل شوي چې له اوکراین سره پوله لري.

دا وروستي بریدونه یوازې څو ورځې وروسته له هغه ترسره شول چې روسیې د اوکراین پر وړاندې خپل تر ټولو لوی ډرون او توغندیز برید ترسره کړ. د جمعې په ورځ، روسي ځواکونو ۵۳۰ ډرونونه او شاوخوا لسګونه توغندي د کیف په لورې وتوغول، چې په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو دی، او دواړه خواوې په هوايي بریدونو کې لا زیات شدت راولي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې