نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا په میشیګان ایالت کې  په کلیسا کې د ډزو له امله د وژل شویو شمېر څلورو ته لوړ شو
یوه ناپېژانده وسله‌وال د ګرانډ بلانک ښارګوټي کې " د عیسي مسیح پر کلیسا" ډزې کړې دي. پولیسو تایید کړې چې دغه بریدګر "ګڼ شمېر کسانو" ته مرګ ژوبله اړولې او په خپله هم په ډزو وژل شوی دی.
د امریکا په میشیګان ایالت کې  په کلیسا کې د ډزو له امله د وژل شویو شمېر څلورو ته لوړ شو
د امریکا په میشیګان ایالت کې  په کلیسا کې د ډزو له امله د وژل شویو شمېر څلورو ته لوړ شو / AP

د امریکا په میشیګان ایالت کې  په کلیسا کې د ډزو له امله د وژل شویو شمېر څلورو ته لوړ شو

یوه ناپېژانده وسله‌وال د ګرانډ بلانک ښارګوټي کې " د عیسي مسیح پر کلیسا" ډزې کړې دي. پولیسو تایید کړې چې دغه بریدګر "ګڼ شمېر کسانو" ته مرګ ژوبله اړولې او په خپله هم په ډزو وژل شوی دی.

د امریکا په شمالي ایالت میشیګان کې پولیسو ویلي، له هغې مورمون کلیسا څخه دوه نور جسدونه هم راایستل شوي، چې یوه وسله‌وال پرې برید کړی و او اور یې ورته اچولی و. په دې سره د وژل شویو کسانو ټولیز شمېر څلورو ته ورسېد.

د ګرانډ بلانک د پولیسو مشر ویلیم ریني یوې خبري غونډې ته وویل چې د سوځېدلې کلیسا په کنډوالو کې د روانو پلټنو پرمهال "یو څو نور جسدونه" موندل شوي دي.

هغه وویل: "نو په دې سره زموږ د قربانیانو ټولیز شمېر څلورو ته لوړیږي."

دا پېښه د ډیټرویټ ښار شمال ته په شاوخوا ۸۰ کیلومترۍ کې د وروستیو ورځو د عیسي مسیح په کلیسا کې رامنځته شوه.

چارواکو وویل چې ودانۍ کې اور هم لګېدلی و، خو دا سمدلاسه روښانه نه وه چې ایا دا اورلګېدنه له ډزو سره تړاو لري که نه.

پولیسو تایید کړه چې خلکو ته نور ګواښ نشته، خو د قربانیانو د شمېر او د هغوی د وضعیت په اړه یې جزئیات ورنکړل.

بېړنۍ مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې دي او پلټنې روانې دي.

'د تاوتریخوالي وبا'

"د وروستیو ورځو د عیسي مسیح کلیسا"، چې مشر یې یوه شپه وړاندې د ۱۰۱ کلونو په عمر مړ شوی و، د یکشنبې برید "د تاوتریخوالي یوه غمجنه پېښه" وبلله.

دغې کلیسا په ایکس (پخواني ټویټر) کې ولیکل: "عبادت ځایونه باید د سولې، دعا او اړیکو لپاره پناه ځایونه وي. موږ د ټولو قربانیانو لپاره د سولې او روغتیا دعا کوو."

د مورمون کلیسا چې په ۱۸۳۰ کال کې تاسیس شوې، ځان یوه عیسوي ډله ګڼي، خو عقاید یې د "مورمون کتاب" پر بنسټ دي، یو متن چې پلویان یې وایي د انجیل په پرتله د عیسی مسیح د خبرو بشپړه بڼه لري.

د دغو بریدونو په پایله کې سیاسي اختلافات نور هم ژور شوي، او ټرمپ د کیڼ اړخو ډلو پر وړاندې یو کمپاین پیل کړی، کومې چې هغه "کورني ترهګر" بولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپله "ټروت سوشل" پاڼه ولیکل: "زموږ په هېواد کې د تاوتریخوالي دا وبا باید سمدستي پای ته ورسېږي!"

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې