نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د امریکا د دفاع وزارت کانګرس ته ویلي دي هیڅ داسې استخباراتي معلومات نه وو چې د برید چمتوالی نیولی وي
د تړلو دروازو تر شا غونډو کې ومنل شوه چې داسې کوم شواهد نشته چې تهران دې لومړی پر امریکايي ځواکونو د برید نیت درلود، په داسې حال کې چې ډیموکراټان ټرمپ د "خپلې خوښې جګړې" په پیلولو تورنوي.
د امریکا د دفاع وزارت کانګرس ته ویلي دي هیڅ داسې استخباراتي معلومات نه وو چې د برید چمتوالی نیولی وي
د امریکا د دفاع وزارت کانګرس ته ویلي دي هیڅ داسې استخباراتي معلومات نه وو چې د برید چمتوالی نیولی وي / Reuters

پنټاګون کانګرس ته: هیڅ داسې استخباراتي معلومات نه وو چې ایران دې د امریکا تر برید مخکې د برید چمتووالی نیولی وي
د تړلو دروازو تر شا غونډو کې ومنل شوه چې داسې کوم شواهد نشته چې تهران دې لومړی پر امریکايي ځواکونو د برید نیت درلود، په داسې حال کې چې ډیموکراټان ټرمپ د "خپلې خوښې جګړې" په پیلولو تورنوي.


د موضوع دوو باخبره سرچینو ویلي، د ټرمپ ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ د کانګرس له کارکوونکو سره په محرمو غونډو کې ومنله چې داسې کوم استخباراتي معلومات نه وو چې وښيي ایران لومړی پر امریکايي ځواکونو د برید پلان درلود.

چارواکي وایي، متحده ایالاتو او اسرائیلو د شنبې په ورځ په لسیزو کې پر ایران خپل تر ټولو سخت بریدونه پیل کړل، چې پکې د ایران ستر مشر علي خامنه اي ووژل شو، ایراني جنګي بېړۍ ډوبې شوې او تر اوسه تر ۱۰۰۰ ډېر هدفونه په نښه شوي دي.

خو د یکشنبې په ورځ کانګرس ته ورکړل شوي معلومات داسې ښکاري چې د ادارې د لوړ پوړو چارواکو له خوا د جګړې لپاره یو له مهمو دلیلونو څخه کمزوری کوي.

هغوی یوه ورځ مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریدونو پرېکړه یوه برخه د هغو نښو له امله وکړه چې ښایي ایرانیانو په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو "مخکې له مخکې" برید کړی وای.

یوه چارواکي ویلي وو، ټرمپ به "چوپ پاتې نه شي او اجازه به ورنکړي چې په سیمه کې امریکایي ځواکونه بریدونه وزغمي."

د پنټاګون غونډې تر ۹۰ دقیقو زیاتې روانې وې

د سپینې ماڼۍ ویاند ډیلن جانسن مخکې ویلي وو، د پنټاګون چارواکو د سنا او استازو جرګې د ملي امنیت د څو کمیټو ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو کارکوونکو ته په ایران کې د امریکا د روان برید په اړه تر ۹۰ دقیقو زیات معلومات ورکړل.

دغو دوو سرچینو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له رویټرز سره خبرې کولې، وویل چې په غونډو کې د ادارې چارواکو ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ایران بالستیک توغندي او نیابتي ځواکونه د امریکا ګټو ته یو سمدستي ګواښ و، خو داسې کوم استخباراتي معلومات نه وو چې تهران دې لومړی پر امریکايي ځواکونو برید کړی وي.

ټرمپ ویلي، د دې برید موخه، چې تمه کیږي څو اونۍ به دوام وکړي، دا یقیني کول دي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، د توغندیو پروګرام یې کنټرول شي او د متحده ایالاتو او متحدینو پر وړاندې ګواښونه له منځه یوړل شي.

هغه له ایرانیانو غوښتي چې راپاڅي او حکومت ړنګ کړي.

ډیموکراټان د "خپلې خوښې جګړې" په اړه نیوکه کوي

ډیموکراټانو ټرمپ د خپلې خوښې د جګړې په پیلولو تورن کړی او د سولې د خبرو د پرېښودو په اړه یې د هغه پر دلیلونو نیوکې کړي، چې منځګړي عمان ویلي وو لا هم هیله مندي شته.

ټرمپ پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي، ادعا کړې چې ایران ډېر ژر د بالستیک توغندیو په واسطه پر متحده ایالاتو د برید وړتیا ترلاسه کولو ته نږدې و.

د راپورونو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي، د هغه د توغندیو ادعا د امریکا د استخباراتي راپورونو له خوا نه ده تایید شوې او داسې ښکاري چې مبالغه شوې ده.

د جګړې د توجیه په اړه پوښتنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې د یکشنبې په ورځ د امریکا پوځ د دې جګړې لومړني امریکایي تلفات اعلان کړل.

درې امریکايي سرتیري ووژل شول

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ وویل، درې امریکایي سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي، او زیاته یې کړه چې څو نور امریکایي سرتیري د چرو له امله په سطحي توګه ټپیان شوي او د مغزي ټکان سره مخ شوي دي.

پوځ ویلي، له کله چې ټرمپ د بریدونو د پیل امر کړی، امریکایي الوتکو او جنګي بېړیو تر ۱۰۰۰ ډېر ایراني هدفونه په نښه کړي دي.

په دغو بریدونو کې د B-2 ډوله پټو (سټیلټ) بم غورځوونکو الوتکو له خوا د ایران پر کلکو، تر ځمکې لاندې توغندیزو تاسیساتو باندې د ۲۰۰۰ پونډه (۹۰۰ کیلوګرامه) بمونو غورځول هم شامل دي.

د رویټرز/ایپسوس یوه نظرپوښتنه چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوه، ښیي چې ۲۷ سلنه امریکایان د بریدونو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې ۴۳ سلنه یې مخالفت کوي او ۲۹ سلنه یې ډاډه نه دي.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.