د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
حماس په کولمبیا کې په جوړه شوې نړۍواله غونډه کې د اسرائیل پر خلاف د بندیزونو د پریکړې نه هر کلی کړی
د فلسطین د مقاومت ډلې حماس په کولمبیا کې په جوړه شوې نړۍوالې غونډه کې په غزه کې د روانې نسل وژنې له امله  پر اسرائیلو د بندیز لګولو په اړه په یو نړۍوال تړون موافقې ته د رسیدولو نه د یو ډیر مهم ګام په توګه یادونه وکړه.
حماس په کولمبیا کې په جوړه شوې نړۍواله غونډه کې د اسرائیل پر خلاف د بندیزونو د پریکړې نه هر کلی کړی
/ EFE

د فلسطین د مقاومت ډلې حماس په کولمبیا کې په جوړه شوې نړۍوالې غونډه کې په غزه کې د روانې نسل وژنې له امله  پر اسرائیلو د بندیز لګولو په اړه په یو نړۍوال تړون موافقې ته د رسیدولو نه د یو ډیر مهم ګام په توګه یادونه وکړه.

دا تړون د چهارشنبې په ورځ په بوګوټا کې د یوې بیړنۍ سرمشریزې په جریان کې لاسلیک شو، چیرې چې د ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو استازي راټول شوي وو ترڅو د غزې او اشغال شوي لویدیځې غاړې کې د اسرائیلو د مخ په زیاتیدونکو سرغړونو په اړه د قانوني او ډیپلوماتیک ځواب همغږی کړي.

حماس لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي  چې دا موافقه د غزې په اړه د وسلو د لیږد بندول، د دوه اړخیزو تړونونو بیاکتنه، او د جنګي جرمونو په اړه د نړیوالو تحقیقاتو اسانتیا په ګډون مشخص ګامونه پورته کوي - او د دینه یې په غزه کې  د محاصرې او ظلمونو په وړاندې د زړور دریځ په توګه ستاینه وکړه.

حماس ډلې ویلي دي  "دا تړون  په داسې وخت کې د نړیوال غبرګون ژوندۍ څرګندونه ده چې په غزه کې بشري بحران د ډله ییزې وژنې، ډله ایزې لوږې او د اساسي اړتیاوو نه په سیستماتیک ډول د خلکو محرومول نور د زغم وړ کچې څخه وتلي دي."

حماس له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په دې حرکت باندې کار وکړي او د "اشغال جلا کولو، د هغې د جرمونو افشا کولو، او د نسل وژنې د بندولو او د بې ګناه ملکي وګړو د ساتنې لپاره د نورو بندیزونو پلي کولو" هڅو سره یوځای شي.

د بوګوټا غونډه د هاګ ګروپ لخوا جوړه شوې وه. پدې ډله کې  اته هیوادونه (کولمبیا، سویلي افریقا، بولیویا، کیوبا، هانډوراس، مالیزیا، نمیبیا او سینیګال شتون لري . دا  قانوني ایتلاف چې د روان کال په پیل کې په هالنډ کې جوړ شوی هدف اسرائیل د ترسره کړو جرمونو له امله په نړۍواله کچه مسئول بلل دي.

د دې غونډې پر مهال  د تورکیې، برازیل، پرتګال، الجزایر، لبنان، عمان، یوروګوای، بنګله دیش، چیلي، جیبوتي، اندونیزیا، نیکاراګوا، او سینټ وینسنټ او ګریناډینز پلاويو د فلسطیني استازو سره لیدنه وکړه.

د انادولو اژانس د خبر له مخې، په غونډه کې، تړون ګډون کوونکي هیوادونه مکلفوي چې یو لړ همغږي اقدامات پلي کړي، په ځانګړې توګه اسرائیل ته د وسلو، مهماتو، نظامي سونګ توکو او دوه ګوني استعمال موادو صادرولو یا لیږدولو بشپړ بندیز دی.

پدې کې هغه کښتیو باندې بندیزونه هم شامل دي چې اسرائیل ته د نظامي تجهیزاتو لیږدولو شک  پرې کیږي  .

په غزه کې د اسرائیل لخوا روانه  نسل وژنه

اسرائیل تر اوسه پورې په غزه کې د روانې نسل وژنې په ترڅ  کې نږدې ۵۹۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین د رسمي WAFA خبري اژانس په وینا، شاوخوا ۱۱۰۰۰ فلسطینیان ویره لري چې د ویجاړو شویو کورونو د کنډوالو لاندې ښخ شوي وي.

کارپوهان استدلال کوي چې د مړینې اصلي شمیره د غزې چارواکو لخوا راپور شوي راپور څخه ډیره ده، اټکل کیږي چې دا ممکن شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ وي.

 

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی