روسیې له اوکراین سره د ارتودوکس ایسټر جشن اوربند اعلان کړ

کرملین ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له اوکراین سره به د ایسټر جشن په مناسبت اوربند وشي، چې د اپرېل په ۱۱مه د ۴ بجو څخه پیل او د اپرېل د ۱۲مې تر پای پورې به دوام وکړي.

By
پوتین / Reuters

کرملین وايي چې روسیه تمه لري اوکراین به له اوربند سره یوځای شي.

کرملین ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له اوکراین سره به د ایسټر جشن په مناسبت اوربند وشي، چې د اپرېل په ۱۱مه د ۴ بجو څخه پیل او د اپرېل د ۱۲مې تر پای پورې به دوام وکړي.

کرملین په یوه اعلامیه کې وویل چې روسیه تمه لري اوکرایني لوری به هم د دې مثال تعقیب کړي.

په اعلامیه کې راغلي: "د روسیې د فدراسیون د وسله ‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان، ولادیمیر پوتین، د پرېکړې له مخې، د راتلونکي ارتودوکس مذهبي جشن ایسټر (د مسیح مقدس قیامت) په مناسبت، د اپرېل د ۱۱مې له ۴:۰۰ بجو څخه د اپرېل د ۱۲مې تر پای پورې اوربند اعلان شوی دی."

په بیان کې زیاته شوې چې د دفاع وزیر اندری بیلوسوف او لوی درستیز والري ګیراسیموف ته لارښوونه شوې چې په دې موده کې په ټولو جبهو کې جنګي عملیات ودروي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "ځواکونه باید د دښمن لخوا د ممکنه پارونو او همدارنګه د هغوی لخوا د هر ډول تیري کوونکو اقداماتو د مخنیوي لپاره چمتو وي. موږ له دې تفاهم څخه پرمخ ځو چې اوکرایني اړخ به د روسیې فدراسیون مثال تعقیب کړي."