نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
مایکروسافټ خپل دوه نور کارکوونکي هم د فلسطین نه د ملاتړ امله له دندې ګوښه کړل
مایکروسافټ  خپل  دوه نور کارکوونکي  چې د اسرائیلو نه د ملاتړ په موخه يي د مایکروسافټ پر خلاف په مظاهره کې ګډون کړی وو له دندې ګوښه کړل.
مایکروسافټ خپل دوه نور کارکوونکي هم د فلسطین نه د ملاتړ امله له دندې ګوښه کړل
/ Reuters

مایکروسافټ  خپل  دوه نور کارکوونکي  چې د اسرائیلو نه د ملاتړ په موخه يي د مایکروسافټ پر خلاف په مظاهره کې ګډون کړی وو له دندې ګوښه کړل.

د "نو ازور فار اپارتاید" په نوم د مظاهره کوونکو ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې انا هټل او ریکي فامیلي ته د هغوی د ګوښه کېدو خبر په غږیز پیغام کې ورکړل شو.

دغه ډلې د پنجشنبې په ورځ زیاته کړه چې دوه نور کارکوونکي، نسرین جرادات او جولیوس شان، هم له دندې ګوښه شوي دي. دوی د هغو مظاهره کوونکو په ډله کې شامل وو چې په دې وروستیو کې یې د مایکروسافټ په مرکزي دفتر کې خیمې درولې وې.

مایکروسافټ ویلي چې دغه ګوښه کول د شرکت د جدي پالیسۍ د سرغړونې له امله شوي دي. مایکروسافټ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې وروستیو مظاهرو "د پام وړ امنیتي اندیښنې" رامنځته کړې دي.

د "نو ازور فار اپارتاید" ډلې، چې نوم یې د مایکروسافټ د ازور سافټویر ته اشاره کوي، غوښتنه کړې چې شرکت دې له اسرائیلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او فلسطینیانو ته دې تاوان ورکړي.

د مایکروسافټ لخوا له دندې ګوښه شوې هټل په یوه بیان کې وویل: "موږ دلته یو ځکه چې مایکروسافټ اسرائیلو ته هغه وسایل برابروي چې د نسل وژنې لپاره ورته اړتیا لري، په داسې حال کې چې خپل کارکوونکي د دې حقیقت په اړه غولوي او بې لارې کوي."

هټل او فامیلي د هغو اوو مظاهره کوونکو په ډله کې شامل وو چې د سه شنبې په ورځ د شرکت مشر براډ سمیت دفتر ته د ننوتلو وروسته ونیول شول. پاتې پنځه کسان د مایکروسافټ پخواني کارکوونکي او د شرکت بهر خلک وو.

عصري جګړه

د یوې ګډې رسنیزې څېړنې له مخې چې په همدې میاشت کې خپره شوې، څرګنده شوې چې د اسرائیلو د پوځي څارنې یوه اداره د مایکروسافټ د ازور سافټویر څخه د فلسطینیانو د تیلیفون مکالمو د ثبتولو لپاره کار اخلي. دغه فلسطینیان د اسرائیلو تر اشغال لاندې لویدیځه غاړه او محاصره شوې غزه کې ژوند کوي.

دغه څېړنه چې د ګارډین، اسرائیلي-فلسطیني خپرونې +972 مجلې او د عبراني ژبې خپرونې لوکل کال لخوا ترسره شوې وه، وویل چې اسرائیل د فلسطینیانو د پراخې څارنې لپاره د مایکروسافټ کلاوډ باندې تکیه کوي.

په ځواب کې، مایکروسافټ وویل چې د قانوني څېړنې لپاره یې د کوونګټن او برلینګ LLP په نوم د قانوني شرکت سره اړیکه نیولې ده.

نور مایکروسافټ کارکوونکو هم د اسرائیلو سره د شرکت د اړیکو پر ضد مظاهره کړې ده.

د اپرېل په میاشت کې، د مایکروسافټ د مصنوعي زیرکتیا مشر مصطفی سلیمان خبرې د یوه فلسطین پلوه مظاهره کوونکي کارکوونکي لخوا د شرکت د ۵۰مې کلیزې د لمانځنې پر مهال پرې شوې. دغه کارکوونکی او بل مظاهره کوونکی وروسته له دندې ګوښه شول.

شرکتونه او تعلیمي ادارې د اسرائیلو سره د اړیکو له امله د مظاهرو سره مخ شوي دي، په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له امله بشري بحران زیات شوی او د لوږې سره مخ فلسطینیانو، په ځانګړي ډول ماشومانو، انځورونو نړیوال غبرګون پارولی دی خو د مایکروسافټ په څیر شرکتونه د اسرائیلو سره په مرستې ټینګار کوي.

اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په محاصره شوې غزه کې نږدې ۶۳,۰۰۰ فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژلي دي.

د اسرائیلو بریدونو د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله کړې، په داسې حال کې چې د سیمې ټول نفوس یې نږدې بې ځایه کړی دی.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.