پرتګال په رسمي ډول فلسطيني دولت په رسميت وپیژند

د پرتګال بهرنیو چارو وزیر پاولو رینجل تیره ورځ اعلان وکړ پرتګال په رسمي ډول فلسطيني دولت په رسميت وپیژند.

/ Reuters

پرتګال په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې اعلان وکړ.

د پرتګال بهرنیو چارو وزیر پاولو رینجل دغه اعلان د پرتګال د دایمي ماموریت په دفتر کې وکړ.

رینجل د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو، د جګړې د پای ته رسېدو، او په غزه کې د اوربند د ټینګښت غوښتنه هم وکړه.

هغه وویل چې دا پرېکړه د وزیرانو شورا د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د تصویب په پایله کې شوې، چې له هغې وړاندې د ولسمشر او د پارلمان د ډېری ګوندونو ملاتړ ترلاسه شوی و.

ولسمشر مارسیلو ریبیلو دی سوزا مخکې له دې د حکومت د دې ګام بشپړ ملاتړ څرګند کړی و.

دغه اعلان یوازې څو ساعته وروسته وشو چې بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا هم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې څخه مخکې په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند،.

فرانسه، لوګزامبورګ او مالټا مخکې ویلي وو چې دوی به د راتلونکې اوونۍ په غونډه کې ورته ګامونه اعلان کړي.