نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
روسي مقاماتو د سه شنبې پر ورځ په خپله اعلامیه کې وویل چې د شپې لخوا پر مسکو او د هغې پر شاوخوا سیمو د ۶۵۰ بې‌پيلوټه الوتکو (ډرون) په برید کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.

د مسکو والي اندري ووروبيوف (Andrey Vorobyov) وویل چې د مسکو د شاوخوا د یوه کلي ۲۰ کلن ځوان وژل شوی او ګڼ شمېر کورونه تخریب شوي دي. بل خوا، د ریانووستي (RIA Novosti) خبري اژانس راپور ورکړی چې لږ تر لږه شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ټاس  دولتي خبري اژانس دغه برید په وروستیو دوو کلونو کې پر مسکو او هغې پورې اړوندو سيمو دویم ستر او تر ټولو پراخ ډرون برید بللی دی.

روسیې او اوکراین په وروستیو میاشتو کې پر یو بل بریدونه پیاوړي او شدید کړي دي. په دغو بریدونو کې د ملکي او صنعتي زېربناو (د انرژۍ، ټرانسپورټ او بندرونو د تاسیساتو په ګډون) ترڅنګ په توره بحیره کې کښتۍ هم نښانه کېږي.

روسیې اعلان کړی چې د ژمي په نږدې کېدو سره پلان لري چې د کیف په ګډون پر مهمو زېربنایي بڼسټونو خپلو بریدونو ته لا پراختیا او تیزوالی ورکړي.

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.