نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې په څو جلا بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي دي چې ۵ تنه پوځیان دي
چارواکو د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا ایالت په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو په ګڼو بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي، چې پنځه یې امنیتي پرسونل او درې یې ملکي وګړي دي.
پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې په څو جلا بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي دي چې ۵ تنه پوځیان دي
/ Reuters

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې په څو جلا جلا بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي دي چې ۵ تنه يي امنیتي ځواکونه دي.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا ایالت په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو په ګڼو بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي، چې پنځه یې امنیتي پرسونل او درې یې ملکي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي، چې د کرک په ولسوالۍ کې وسله والو پر پوځیانو برید وکړ، چې په پایله کې یې درې سرتیري او د هغوی موټر چلوونکی ووژل شول.

په یوه بله پیښه کې، د سه شنبې په شپه په پېښور کې پر یوه بل موټر برید وشو، چې له امله یې د پولیسو د مفتش علي حسین په ګډون درې کسان ووژل شول.

په دریمه پیښه کې، په لکي مروت کې پر یو تن پوځي چې د رخصتۍ په خاطر راغلی وو د ناپیژندو وسله والو لخوا ډزې وشوې چې له امله يي ژوند د لاسه ورکړ.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان پر پوله پرتو ولسوالیو، لکه شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، خیبر او باجوړ کې تاوتریخوالی زیات شوی.

د بریدونو او عملیاتو وروستي معلومات

د اسلام آباد میشته څیړنیز مرکز د شخړو او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ په وینا، د جولای په میاشت کې په ټول هیواد کې ۸۲ وسله وال بریدونه او لسګونه امنیتي عملیات ترسره شوي، چې ۲۱۵ کسان پکې وژل شوي. په وژل شویو کې ۳۷ امنیتي پرسونل، ۱۲۴ وسله وال او ۵۴ ملکي وګړي شامل دي.

سربیره پردې، ۱۹۹ کسان ټپیان شوي، چې ۱۰۷ یې ملکي وګړي، ۵۶ امنیتي پرسونل او ۳۵ یې وسله وال دي.

اسلام آباد ادعا کوي چې د پاکستان د بېلابېلو وسله والو ډلو له ټولګې څخه جوړه ناقانونه ډله تحریک طالبان پاکستان په  افغانستان  کې پټه ده او له هغه ځایه د پاکستان پر خلاف ترهګریز بریدونه کوي. افغانستان بیا په مکرر ډول سره د پاکستان ادعاګانې ردوي .

افغانستان دا تورونه ردوي او له پولو هاخوا د وسله والو عملیاتو ته د اجازه نه ورکولو خپله ژمنه بیا تاییدوي.

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ