نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ایتوپیا آتشفشان د ۱۲۰۰۰ کلونو استراحت وروسته وچاوديد
د تولوز د آتشفشان ایش مشورتي مرکز په وینا، د آتشفشان ایش ورېځې د یمن، عمان، هند او پاکستان پر سر خپرې شوې.
د ایتوپیا آتشفشان د ۱۲۰۰۰ کلونو استراحت وروسته وچاوديد
د ایتوپیا آتشفشان د ۱۲۰۰۰ کلونو استراحت وروسته وچاوديد / Reuters

 د ایتوپیا آتشفشان د ۱۲۰۰۰ کلونو استراحت وروسته وچاوديد

د تولوز د آتشفشان ایش مشورتي مرکز په وینا، د آتشفشان ایش ورېځې د یمن، عمان، هند او پاکستان پر سر خپرې شوې.

د تولوز د آتشفشان د ایش مشورتي مرکز (VAAC) ویلي چې د ایتوپیا په شمال ختیځ سیمه کې یو آتشفشان په نږدې ۱۲۰۰۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره چاودلی دی، چې د لوګي غټې څپې یې اسمان ته تر ۱۴ کیلومترو پورې پورته کړې دي.

د هایلي ګوبي په نوم دغه د اورغونډې چې د ایتوپیا د عفار په سیمه کې د اډیس ابابا څخه نږدې ۸۰۰ کیلومتره شمال ختیځ لور ته د اریتریا پولې ته نږدې موقعیت لري، د یکشنبې په ورځ څو ساعته بړاس وکړ.

دغه د اورغونډې چې شاوخوا ۵۰۰ متره لوړوالی لري، د ریفت وېلې په نوم هغه سیمې کې پرته ده چېرې چې دوه ټکتونیکي تختې سره یو ځای کېږي او د سختو جیولوژیکي حرکتونو سیمه بلل کېږي.

د نوموړي مرکز په وینا، د اورغونډې د ایش ورېځې د یمن، عمان، هند او د پاکستان شمالي برخو پر لور خوځېدلې دي.

په ټولنیزو شبکو کې شریکو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې غټه سپینه لوخړه اسمان ته پورته کیده.

د سمیته سون د ادارې د نړیوال ولکانیزم پروګرام ویلي چې هایلي ګوبي په هولوسین دوره کې، چې د وروستي یخۍ دورې له پای وروسته نږدې ۱۲ زره کاله مخکې پیل شوې، هېڅ ثبت شوې چاودنه نه لري.

سایمن کارن، چې په میشیګان ټکنالوژیک پوهنتون کې د آتشفشان متخصص او استاد دی، هم په بلو سکای کې تایید کړې چې هایلي ګوبي "د هولوسین د دورې د چاودنو کوم ثبت نه لري".

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې