نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: اسرائیلو زما د اوربند شرطونه منلي، حماس دې هم ومني
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې اسرائیلو د ده د اوربند شرطونه منلي او د فلسطین پر مقاومت کوونکې ډلې حماس یې هم غږ وکړ چې همداسې وکړي.
ټرمپ: اسرائیلو زما د اوربند شرطونه منلي، حماس دې هم ومني
/ AP

ټرمپ: اسرائیلو زما د اوربند شرطونه منلي، حماس دې هم ومني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې اسرائیلو د ده د اوربند شرطونه منلي او د فلسطین پر مقاومت کوونکې ډلې حماس یې هم غږ وکړ چې همداسې وکړي.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې رسنۍ "ټروت سوشیل" ولیکل: "هرڅوک غواړي چې یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي. هرڅوک غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي! اسرائیلو زما شرطونه منلي دي. اوس وخت راغلی چې حماس یې هم ومني."

ټرمپ ګواښ وکړ چې که حماس دا وړاندیز رد کړي، له پایلو سره به مخ شي او ویې ویل: "ما حماس ته د نه منلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دا زما وروستی خبرداری دی، بل به نه وي!"

د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت تر اوسه په رسمي توګه د اسرائیلو له خوا د دې شرطونو منل نه دي تایید کړي.

مصر او قطر د اسرائیل او حماس ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو منځګړیتوب کوي، چې موخه یې د بندیانو تبادله او د غزې د جګړې پای ته رسول دي.

اړوند
ټي آر ټي ورلډ - حماس په غزه کې د تکنوکراتانو ادارې له جوړېدو سره هوکړه کړې.
حماس د اګست په ۱۸ مه د ۶۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی و، خو اسرائیلو تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

د ټرمپ دا وروستی خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د اوربند تړون لپاره نړیوال فشارونه مخ په ډېرېدو دي، ترڅو د اسرائیلو پوځي بریدونه ودروي. د غزې د فلسطیني چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په دغو بریدونو کې تر ۶۴،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او دغه سیمه له قحطۍ سره مخ ده.

تېر نومبر میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) په غزه کې د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو په تور د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع پخواني وزیر یواف ګالنټ د نیولو امر صادر کړ.

اسرائیل همدارنګه د عدالت په نړیواله محکمه (ICJ) کې پر دغې سیمې د خپلې جګړې له امله د نسل وژنې له قضیې سره هم مخ دی.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"