نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د اوکراین د اودیسا بندر ته د نظامي توکو یوه وړونکې باري (سوداګریزه) کښتۍ یې د حرکت پر مهال ویشتلې ده.
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده

د دغه وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې پوځ د شپې له خوا د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په واسطه د اوکراین د بندرونو پر بنسټیزو تاسیساتو او هغو کښتیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د ګټو لپاره کارول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي دي: "یوه باري کښتۍ چې د اودیسا بندر ته یې نظامي توکي لېږدول، د حرکت پر مهال د یوه برید په ترڅ کې وویشتل شوه."

د یاد وزارت په یوه بله اعلامیه کې بیا د دې معلوماتو یادونه شوې چې د روسیې د هوايي مدافعې سیسټمونو پرون د ځايي وخت د ماښام له ۸:۰۰ بجو څخه د نن سهار تر ۸:۰۰ بجو پورې په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه مسکو او شاوخوا سیمو کې، د اوکراین ۵۶۰ بې پیلوټه الوتکې (ډرون) ویجاړې کړې دي.

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه