نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
وروستي خبرونه
ټرمپ وايي، ډېر ژر به په غزه کې نړیوال امنیتي ځواک ځای پر ځای شي
وروستي خبرونه
DNB_Pestuca / TRT Global

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، تمه لري چې ډېر ژر به د امریکا په همغږۍ په غزه کې یو نړیوال امنیتي ځواک ځای پر ځای شي.

هغه دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د منځنۍ اسیا له مشرانو سره په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل چې په غزه کې وضعیت "ډېر ښه روان دی" او له جګړې وروسته څو مليتي ځواک به ډېر ژر په سیمه کې ځای پر ځای شي.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د ماموریت په وینا، واشنګټن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه لیک مسوده هم وړاندې کړې ده – چې د ټرمپ د ۲۰ ماده ییزې سولې پلان یوه برخه ده – چې په رسمي توګه به دغه نړیوال ځواک ته واک ورکړي.

شمالي کوریا ناپېژندل شوی بالستیک توغندی توغولی: د سیول پوځ

د جنوبي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا لږ تر لږه یو بالستیک توغندی د ختیځو اوبو پر لور توغولی دی.

په سیول کې د ګډو ځواکونو لوی درستیز تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره کړي، په شمول د دې چې دا کوم ډول توغندی و او څومره واټن یې وواهه.

په ورته وخت کې، د جاپان لومړۍ وزیرې، سانای تاکایچي ویلي، داسې انګېرل کېږي چې توغندی د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې بهر لګېدلی دی.

امریکا ولسمشر ټرمپ وايي ایران پوښتنه کوي چې ایا بندیزونه لرې کېدای شي

ولسمشر ټرمپ وايي، ایران پوښتنه کوي چې ایا د امریکا پر دې هیواد لګیدلي بندیزونه لرې کېدای شي.

هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ایران له سختو محدودیتونو سره مخ دی، چې دغه هېواد ته یې د خپلو پلانونو پلي کول ستونزمن کړي دي.

ټرمپ زیاته کړه چې هغه د ایران خبرو اورېدو ته چمتو دی او ګوري به چې وضعیت کوم لور ته ځي، خو د بندیزونو د لرې کولو په اړه یې کومه ژمنه ونه کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر او د کورنیو چارو پر وزیر بندیزونه لرې کړل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو پر وزیر انس خطاب د بندیزونو لرې کولو ته رایه ورکړه او هغوی یې د داعش او القاعدې د بندیزونو له نوملړ څخه وایستل.

دغه پرېکړه لیک – چې مسوده یې د امریکا له خوا چمتو شوې وه – د ۱۴ موافقو او یوې سپینې رایې په لرلو سره تصویب شو، چې چین سپینه رایه ورکړه.

په ملګرو ملتونو کې د واشنګټن استازي، مایک والټز، د دې پرېکړې هرکلی وکړ.

د سوډان چټک غبرګون ځواکونو د منځګړو له خوا وړاندیز شوی بشري اوربند ومانه

د سوډان نیمه پوځي چټک غبرګون ځواکونه وايي چې دوی د امریکا په مشرۍ د منځګړو یوې ډلې چې د "کواډ" په نوم یادېږي او په کې امریکا، مصر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان شامل دي، له خوا وړاندیز شوی بشري اوربند منلی دی.

دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د سوډان چټک غبرګون ځواکونو ملیشو د الفاشر ښار کنټرول ترلاسه کړ، چې له ۱۸ میاشتو راهیسې کلابند و.

دغې ډلې ویلي چې دوی د اوربند په منلو سره "د سوډان د خلکو هیلو او ګټو" ته ځواب وايي. خو یوه سوډاني پوځي چارواکي اسوشیټیډ پریس ته ویلي چې پوځ به یوازې په هغه صورت کې اوربند ومني چې د چټک غبرګون ځواکونه  له ملکي سیمو څخه ووځي او خپلې وسلې وسپاري.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې