د پاکستان د بنو په ښار کې د پولیسو مرکز ترڅیرمه چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د دوشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو د یوه مرکز دروازې ته نږدې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودیدل، چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او نږدې ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

By
د پاکستان د بنو په ښار کې د پولیسو مرکز ترڅیرمه چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله / AP

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو مرکز ته څېرمه موټرسایکل بمي چاودنې ۲ کسان ووژل

د اسوشیټیډ پریس  د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو د یوه مرکز دروازې ته نږدې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودیدل، چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او نږدې ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

دغه برید د خیبر پښتونخوا ایالت په بنون ولسوالۍ کې شوی دی. د ځايي پولیسو افسر، فدا محمد وویل چې د چاودنې له امله نږدې پلورنځیو ته هم زیان اوښتی دی.

هغه زیاته کړه چې مړي او ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي، خو د پېښې په اړه یې نور جزییات ورنه کړل. که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ګمان کېږي چې دا به د تحریک طالبان پاکستان  کار وي.

د تاوتریخوالي زیاتوالی

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د بریدونو کچه خورا لوړه شوې ده. اسلام اباد پر ټي ټي پي  تور پورې کوي چې په افغانستان کې ازاد فعالیت کوي او له هغه ځایه بریدونه تنظیموي؛ خو د افغانستان سرپرست حکومت او ټي ټي پي دواړه دا تورونه ردوي. د بریدونو دغه زیاتوالي د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې تر کړکېچ لاندې راوستې دي.