نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
نیو جرسي د والي، میکي شیریل  لخوا د خپاره شوي بیان له مخې، دغه تخنیکي ستونزه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ هغو نږدې ۶۶۰۰ کسانو ته پېښه شوې چې د ایالت د موټرو د کمیسیون له لارې یې د موټر چلولو جواز یا د پېژندنې کارت (ایډي) لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده

د امریکا په نیو جرسي ایالت کې د یوې سافټویري تېروتنې له امله زرګونه کسان چې د امریکا اتباع نه وو، د رایه ورکوونکو په لېست کې شامل شوي او له دې جملې څخه نږدې ۴۰۰ کسانو په ټاکنو کې رایه ورکړې ده.
د نیو جرسي د والي، میکي شیریل  لخوا د خپاره شوي بیان له مخې، دغه تخنیکي ستونزه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ هغو نږدې ۶۶۰۰ کسانو ته پېښه شوې چې د ایالت د موټرو د کمیسیون له لارې یې د موټر چلولو جواز (لائسنس) یا د پېژندنې کارت (ایډي) لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو.

که څه هم غوښتنلیک ورکوونکو په سکرین باندې په څرګنده اعلان کړی و چې دوی د امریکا اتباع نه دي، خو په سیسټم کې د یوې خرابۍ له امله دوی په اتوماتیک ډول د رایه ورکوونکو په لېستونو کې اضافه شوي وو.

ایالتي چارواکو راپور ورکړی چې له دې کسانو څخه نږدې ۴۰۰ یې په ټاکنو کې رایه کارولې ده. ویل شوي چې دا رایې په ۲۰۲۴ کال کې په نیو جرسي ایالت کې د کارول شویو ۴ میلیونو رایو له ۰.۰۱ سلنې څخه هم لږ دي او د هیڅ کومې ټاکنې پر پایلو یې اغېز نه دی کړی.

والي شیریل وویل چې دا ستونزه تازه څرګنده شوې ده؛ هغې د دې موضوع د هر اړخیزې څېړنې امر کړی، غیرقانوني نوم لیکنې یې له لېستونو حذف کړې دي او اعلان یې وکړ چې د اړوند سافټویر جوړونکي شرکت سره به تړون لغوه او بل شرکت به وټاکل شي.

شیریل همداراز پر پخوانۍ ایالتي ادارې نیوکه وکړه چې دا ستونزه یې مخکې نه وه تشخیص کړې او له ولس سره یې نه وه شریکه کړې.

دې پېښې په هېواد کې د ټاکنو د امنیت په اړه بحثونه یو ځل بیا ګرم کړي دي. سپینې ماڼۍ ادعا کړې چې دا پېښه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د وړاندیز شوي "SAVE America" قانون د اړتیا ښکارندويي کوي؛ دغه قانون په فډرالي ټاکنو کې د تابعیت دقیق تثبیت جبري کوي. بلخوا، ډیموکراتانو او د رایې ورکولو د حقونو مدافعینو ویلي چې دا یوه ځانګړې او عادي اداري تېروتنه ده.

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ