نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په هند کې د زورورو بارانونو له امله د رامنځته شوې مځکښویدنې له امله په لګسونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
د هندي رسنیو په وینا په هند کې د جمو په شمالي سیمه کې د سختو بارانونو له امله د یو مشهور هندو زیارت په لاره کې مځکښویدنه رامنځته شوې  چې له امله  لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په هند کې د زورورو بارانونو له امله د رامنځته شوې مځکښویدنې له امله په لګسونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
/ Reuters

په هند کې د زورور بارانونو د اورښت له امله د رامنځته شوې مځکښویدنې په نتیحه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هندي رسنیو په وینا په هند کې د جمو په شمالي سیمه کې د سختو بارانونو له امله د یو مشهور هندو زیارت په لاره کې مځکښویدنه رامنځته شوې  چې له امله  لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې، د سېلابونو له امله چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د شپې له خپلو کورونو بهر ونه وځي.

جمو د هند د فدرالي حکومت تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر د سیمې برخه ده.

د هوا پېژندنې چارواکو د لداخ په غرنیو سیمو کې د نورو بارانونو او تندرونو وړاندوینه کړې، په داسې حال کې چې جمو به د سختو بارانونو سره مخ شي.

د جمو او کشمیر پخواني وزیر اعلی عمر عبدالله وویل چارواکي هڅه کوي چې د مخابراتو خدمات بېرته فعال کړي، ځکه چې مخابراتي اړیکې پرې شوي دي.

د سه شنبې په ورځ د هندو زیارت د ویشنو دیوي په لاره کې د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند د لاسه ورکړ.

دا په هیمالیایي سیمه کې د بارانونو وروستی زیان دی چې تېرې اونۍ په هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې ۶۰ کسان وژلي او ۲۰۰ نور ورک شوي دي.

چارواکو په جمو کې د تعلیمي ادارو د بندېدو امر کړی، چیرې چې د هوا پېژندنې چارواکو ویلي چې یوازې د سه شنبې په ورځ ۳۶۸ ملي متره (۱۴.۵ انچه) باران شوی دی.

د جمو د ولسوالۍ چارواکي راکیش کمار خبریالانو ته وویل د تاوي، چناب او بسنتار سیندونو اوبه د خبرداري کچې څخه پورته شوې، چې په ټیټو سیمو کې یې سېلابونه رامنځته کړي.

د تلویزیون انځورونه ښيي چې موټرې د تاوي سیند په یوه پل د نړېدو وروسته یوې لویې کندې ته غورځېدلي، په داسې حال کې چې ځینې لویې لارې چې جمو د هند نورو برخو سره نښلوي، هم زیانمنې شوې دي.

د هند ګاونډی او سیال پاکستان هم په وروستیو اونیو کې د مانسون بارانونو سره لاس او ګرېوان دی.

د سه شنبې په ورځ، پاکستان وویل چې د دې د ختیځ پراخه پنجاب ولایت د سختو بارانونو او د هند له خوا د دوو بندونو د اوبو خوشې کولو له امله د "ډېر لوړ یا بې ساري لوړ" سېلاب خطر سره مخ دی.

په دې ولایت کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر اوس له ۱۵۰,۰۰۰ څخه اوښتی، چې نږدې ۳۵,۰۰۰ یې د اګست له ۱۴مې راهیسې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو د خبرداري وروسته خپله خوښه کډه کړې ده.

 

وپلټۍ
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي
د ایران جګړه د ملیونونو خلکو لپاره د شدیدې لوږې خطر زیاتوي: د خوړو نړۍوال پروګرام
ټرمپ ایران د یوې موافقې د نه لاسلیکولو په صورت کې د سختې بیې په پرې کولو وګواښه.
د امریکا د بریدونو وروسته زرګونه ايرانيان د اوبو له کمښت سره مخ دي
ایران په اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل
ولسمشر اردوغان: په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه تورکیې ته هم ګواښ دی
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په کانګو کې د M23 جنګیالي زرګونه کسان نیسي او ځوروي یې
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه