نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا سواحلو ته نږدې د مکسیکو د سمندري ځواکونو د الوتکې د رالوېدو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د مکسیکو سمندري ځواکونو تایید کړې چې یوه الوتکه یې د امریکا د ټکزاس ایالت ګالوسټن ته نږدې وروسته له هغې رالوېدلې، چې طبي ماموریت یې ناکام شو.
د امریکا سواحلو ته نږدې د مکسیکو د سمندري ځواکونو د الوتکې د رالوېدو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د امریکا سواحلو ته نږدې د مکسیکو د سمندري ځواکونو د الوتکې د رالوېدو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ / AP

د امریکا سواحلو ته نږدې د مکسیکو د سمندري ځواکونو د الوتکې د رالوېدو له امله پنځو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دغه الوتکه د یوه طبي ماموریت پرمهال رالوېدلې، چې د یوه کم عمره په ګډون اته کسان پکې سپاره وو.

د مکسیکو سمندري ځواکونو تایید کړې چې یوه الوتکه یې د امریکا د ټکزاس ایالت ګالوسټن ته نږدې وروسته له هغې رالوېدلې، چې طبي ماموریت یې ناکام شو.

د پنځو کسانو مړینه تایید شوې، په داسې حال کې چې دوه نور روغ دي او یو بل کس لا هم ورک دی.

د دوشنبې په ورځ د سمندري ځواکونو په وینا، دغه الوتکه – چې د کینګ ایر ANX-1209 ډوله وه – د طبي ماموریت پرمهال رالوېدلې، او د یوه کم عمره په ګډون اته کسان پکې سپاره وو.

الوتکې د "میچو وای ماو" بنسټ په ملاتړ څلور سمندري افسران او څلور ملکي وګړي لېږدول؛ دا بنسټ یوه غیر انتفاعي موسسه ده چې له سختو سوځېدلو ماشومانو سره مرسته کوي.

هغه کم عمره ناروغ چې د درملنې لپاره لېږدول کېده هم په وژل شویو کې شامل دی.

د ژغورنې عملیات د امریکا د ساحلي ګارد لخوا ترسره شول، چې الوتکه یې په سمندر کې پیدا کړه.

پر "X" (پخواني ټویټر) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې، د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې پر مړینو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په هوسټن کې یې د مکسیکو د قونسلګرۍ له لارې له سیمه ییزو چارواکو سره اړیکه نیولې ترڅو د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

د سیمه ییزو راپورونو له مخې، کله چې پېښه رامنځته شوه، الوتکې د ناستې لپاره چمتووالی نیوه. دا پېښه د ګڼې لړې په ترڅ کې شوې چې د ټکزاس ځینې برخې یې پوښلې وې.

 

وپلټۍ
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
اسرائیل به د امریکا په ملاتړ خبرو کې د جنوبي سیمو کنټرول لبناني ځواکونو ته وسپاري
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه