په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو د مرکز مخې ته چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د بلوچستان په مرکز کې د پاکستان د ملیشه ځواکونو مرکز ته نږدې موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو د مرکز مخې ته چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده / AP

د بلوچستان په مرکز کې د پاکستان د ملیشه ځواکونو مرکز ته نږدې موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه د سې شنبې په ورځ په کوټې ښار کې د ملیشه ځواکونو  مرکز ته نږدې د پښین سټاپ په ګڼه ګوڼه ډکه سیمه کې وشوه.

اوسېدونکو ویلي، چاودنه دومره ځواکمنه وه چې غږ یې تر مایلونو لرې اورېدل شوی دی.

امبولانسونه د پیښې ځای ته ورسیدل او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د چاودنې د عاملینو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

د چاودنې مسؤلیت سمدستي کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي پر اېکس شبکه دا پېښه غندلې او یو "ترهګریز برید" یې بللی دی.

هغه وویل چې څلور ترهګر له منځه وړل شوي دي.

د پاکستان خبري وېبپاڼې ډان (Dawn) د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ له قوله لیکلي: "په چاودنه کې لس کسان وژل شوي او دوه دېرش ټپیان دي. ټپیان ملکي روغتون او د ټراما مرکز ته لېږدول شوي دي."

دا له کانونو ډک ولایت له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي مرکز دی، چېرې چې امنیتي ځواکونه د بلوڅو او پآکستاني طالبانو د بغاوت سره مخ دي.