په میانمار کې حکومتي ځواکونو په یو روغتیايي کلینیک بمبار کړی

میانمار د پوځي حکومت لخوا د میاګوي  په سیمه کي په یوه روغتیایي کلینیک د بمبارد له امله  لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي، چي پکي یو ډاکتر او د هغه کورنۍ هم شامله ده.

/ AP

د میانمار د ځايي رسنیو د خبر له مخې دا پیښه د خالي پر ۲ بجو او لسو  دقیقو د ګنګاو ولسوالۍ کي رامنځته شوې ده.

برید د هنان خار په کلي شوی دی، کوم چي د ګنګاو نه شمال لور ته شاوخوا ۵۷.۹ کیلومتره کې پروت  دی.

ځايي سرچینو ویلي دي کلینیک چي د کلي په زړه کي موقعیت درلود، همدا یوه ورځ مخکې فعال او په فعالیت يي پیل کړی وو.

"ټول کور چي کلینیک پکي موقعیت درلود، د چاودني له امله له منځه ولاړ. د بدن پارچې هر لوري ته پرتې وې. د کلینیک  ګاونډی کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی،"

پدې برید کي د کلینیک مشر ډاکتر، د هغه حامله میرمن او ماشوم، یوه درې کسیزه کورنۍ، یوه زړه میرمن او د هغي لمسی، او د کلینیک څو کارکوونکي ووژل شول.

میانمار پوځي حکومت واک پر ۲۰۲۱ کال کي ونیو، کوم چي هیواد يي یوه ستونزمني کورنۍ جګري ته کش کړ.

اوس مهال ۳.۵ میلیونه وګړي بېځایه شوي، او د نفوسو نیمايي غریبي کي ژوند کوي.