اسپانیا نږدې ۵۰۰،۰۰۰ بې اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو لاره هواروي

د اسپانیا د وزیرانو شورا به نن د سه شنبې په ورځ یو شاهي فرمان تصویب کړي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې نږدې نیم میلیون بې اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو لاره هواره شي؛ دا اعلان لومړي وزیر پدرو سانچیز وکړ.

By
اسپانیا نږدې ۵۰۰،۰۰۰ بې اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو لاره هواروي / Reuters


"لومړی وزیر پدرو سانچیز وايي، کابینه به په دغه هېواد کې د نږدې نیم میلیون کډوالو لپاره د قانوني کېدو یوه ځانګړې پروسه پیل کړي؛ هغه دا ګام «د عدالت یو عمل» وباله."

د اسپانیا د وزیرانو شورا به نن د سه شنبې په ورځ یو شاهي فرمان تصویب کړي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې نږدې نیم میلیون بې اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو لاره هواره شي؛ دا اعلان لومړي وزیر پدرو سانچیز وکړ.

سانچیز په ایکس (ټویټر) کې په یو پېغام کې دا ګام یو «نورمال کول» وباله او د نږدې نیم ملیون خلکو عیني واقعیت ته په کتو یې دا «د عدالت یو عمل او یوه اړتیا» یاده کړه.

د دې په ټینګار سره چې د اسپانیا نفوس د زړېدو په حال کې دی، سانچیز د کډوالو رول په اروپا کې د اسپانیا له چټک اقتصادي پرمختګ سره تړلی وباله. هغه وویل: «نه ټیکنالوژي او نه هم اتومات کول به په راتلونکو کلونو کې دا ننګونه په یوازې ځان حل کړي. لاره روښانه ده: ښه ادغام، ښه تنظیم او د هغو کسانو له بشپړ ظرفیت څخه ګټه اخیستل چې دمخه زموږ په منځ کې ژوند کوي.»

سانچیز زیاته کړه چې حقوق باید له مسؤلیتونو سره مل وي. هغه ټینګار وکړ چې هغه کسان چې د اسپانیا د ورځني ژوند برخه ده، باید د هېواد په پایداره ساتلو او د ګډ ژوند په ماډل کې په مساوي شرایطو سره ونډه واخلي.

که څه هم هغه ومنله چې مهاجرت ننګونې لرلی شي، خو ویې ویل چې دا ننګونې د قانوني کولو له لارې په ښه توګه حل کېدی شي. هغه وویل: «نن موږ دوه لارې لرو: یوه د هغو کسانو لاره چې د وېرې خپرولو، د خلکو ترمنځ د نفاق اچولو او په زرګونو کسانو د محرومولو هڅه کوي؛ او بله هغه لاره چې پرې پوهیږي مهاجرت یو واقعیت دی چې باید په مسؤلانه ډول اداره شي او په ګډې سوکالۍ بدل شي. اسپانیا تل دویمه لاره غوره کړې ده.»

د مهاجرت وزیرې ایلما سیز وویل چې کډوال کولی شي له روانې اونۍ څخه د جون تر ۳۰مې پورې د قانوني کېدو غوښتنلیکونه وسپاري. دا اقدام به هغه کسان شامل کړي چې لږترلږه پنځه میاشتې په اسپانیا کې اوسېدلي وي او د ۲۰۲۵ کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې یې د نړیوال ملاتړ (پناه) غوښتنه کړې وي.

غوښتونکي باید پاک جنايي ریکارډ ولري. دا قانوني کول به د هغوی پر ماشومانو هم پلي شي چې دمخه په اسپانیا کې ژوند کوي. دا فرمان به د پارلمان له تایید پرته په قانون بدل شي، ځکه چې د سوسیالیست ګوند په مشرۍ ایتلاف په پارلمان کې اکثریت نلري.

محافظه کارو او افراطي ښي اړخو مخالفو ګوندونو ویلي چې دا پلان به نور غیرقانوني کډوال هڅوي. د اسپانیا دا پرانیستی دریځ د اروپا له اوسني بهیر سره په ټکر کې دی، چیرې چې حکومتونو د افراطي ښي اړخو ګوندونو تر فشار لاندې د مهاجرت پالیسۍ سختې کړې دي.

د «Funcas» فکري خونې په وینا، د ۲۰۲۵ کال په پیل کې په اسپانیا کې شاوخوا ۸۴۰،۰۰۰ بې اسناده کډوال اوسېدل، چې ډېری یې لاتیني امریکایان دي. اسپانیا د هغو کډوالو لپاره چې له بې وزلۍ او جګړې تښتي، اروپا ته یو له مهمو دروازو څخه ده. په لسګونو زره کسان د افریقا له شمال لویدیځ څخه د کاناري ټاپوګانو ته رسیدلي دي.